د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډنمارک وزیر اعظمه هېلمند ولایت ته تللې ده


د ډنمارک وزیر اعظمه تروننګ شمېدت د هېلمند له والي منګل سره
د ډنمارک وزیر اعظمه تروننګ شمېدت د هېلمند له والي منګل سره
سید شاه سقیم، مشال راډیو

لښکر ګاه - د ډنمارک لومړۍ وزيره هيلې تروننګ شمېدت د جمعې په ورځ (د جنورۍ ۲۱مه) د افغانستان هېلمند ولايت ته په رسمي سفر راغلې وه او دلته يې له خبريلانو سره د خبرو پر مهال تر ۲۰۱۴ز کال وروسته په خپلو مرستو ټينګار وکړ.

هيلې تروننګ شمېدت د هېلمند له والي ګلاب منګل سره تر ليدنې وروسته خبريالانو ته وويل چې هېلمند ته راتګ يې د خپلو سرتېرو پوښتنه، په هېلمند کې افغان ځواکونو ته د واک سپارلو د پروسې ليدل او د هېلمند له والي سره څه ستونزې شريکول وو .

نوموړې وايي تر ۲۰۱۴ز کال وروسته به له افغانستان سره د دوى د هیواد مرستې په پوځي برخه کې کمې خو په ملکي برخه کې به ډېرې زياتې شي.

ډنمارکۍ وزیر اعظمه وايي، د افغانستان په اړه د ډنمارک هېواد ستراتېژي به تر دوه زره څوارلسم کال وروسته هم په خپل حال پاتې وي.


د ډنمارک وزیر اعظمه د هېلمند له والي سره د خبري غونډې پر مهال
د ډنمارک وزیر اعظمه د هېلمند له والي سره د خبري غونډې پر مهال
د تروننګ شمېدت په خبره د لښګرګاه او نورو دريو ولسواليو د امنيت چارې افغان سرتېرو ته سپارل يو ښه قدم دى او د دوى هېواد يې ملاتړ کوي.

د هېلمند والي ګلاب منګل بيا ته د خپلو څرګندونو پر مهال وويل چې ډنمارک هېواد له زياتې مودې راهسې له دوى سره د ژوند په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.

دى وايي هيلې تروننګ شمېدت ډاډ راکړى دى چې مرستې به يې راسره دوامداره وي.

ډنمارك په افغانستان كې شاوخوا ۷۵۰ تنه سرتيري لري چې زياته برخه يې د هېلمند په ګریشك ولسوالۍ كې د امنيت چارې په غاړه لري.
XS
SM
MD
LG