د لاسرسي ځای

تازه خبر

له امریکا سره اړیکي کړکېچن دي: حنا رباني


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر له رویټرز سره د مرکې پر مهال
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر له رویټرز سره د مرکې پر مهال
هارون باچا، مشال راډیو

واشنګټن - د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر ویلي چې له امریکا سره د پاکستان اړیکي لا هم په هغه کړکېچن حالت کې دي .

له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې حنا رباني کر وویل تر څو چې پاکستان دې اړیکو ته له سره کتنه نه وي بشپړه کړې تر هغه وخته نه شي کولای چې له امریکا سره تعلقات بیا پیل کړي. خو د هغې په خبره اوږدمهاله ملګرتیا د پاکستان او امریکا دواړو په ګټه ده.

حنا رباني کر هغه رپوټونه بې بنسټه وبلل چې ګواکې دوی د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مارک ګروسمېن د اسلام اباد د سفر لپاره امریکايي درخواست رد کړی دی.

نوموړې زیاته کړه چې د مارک ګروسمېن پاکستان ته ورتګ تر یوه ښه او مناسب وخت پورې ځنډول شوی دی.

د پاکستان او امریکا اړیکې وروسته له هغې کړکېچن شول چې امریکايي ځواکونو د پاکستان له خبرولو پراته د تېر کال د مۍ پر دویمه نېټه د ایبټ اباد په ښار کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وواژلو.

خو د نومبر پر شپږویشتمه نېټه د مومندو په قبایلي سیمه کې د نېټو د هوايي برید په ترڅ کې د څلرویشتو پاکستانیو عسکرو وژل کېدو د پاکستان او امریکا په اړیکو کې وار له مخه موجود تاوتریخوالی لاپسې زیات کړ.
XS
SM
MD
LG