د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو کندهار کې ۴۱ تنه وسله وال او قاچاقبر نیولي


د کندهار د امنیت امر رحمت الله اطرافي
د کندهار د امنیت امر رحمت الله اطرافي
سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار- د افغانستان د کندهار امنيتي چارواکي وايي، په تېره اونۍ کې يې د کندهار په دريو ولسواليو او ښار کې د پلټنو پر مهال د دولت ۱۲ تنه وسله والو مخالفين ، يوولس تنه د نشيي توکيو قاچاق وړونکي او ۱۸ تنه هغه کسان نيولي چې له قانون څخه يې سرغړونه کړې وه او جرمونه يې کړي وو .

د چارواکيو په خبره له نيولو شويو کسانو کې سره زرګونه کيلو ګرانه چاودېدونکي او نشه يي توکي هم نيول شوي چې زياته برخه يې له پاکستان سره پر پوله پرته ولسوالۍ سپين بولدک کې د پوليسو لاسته ورغلي دي.

د کندهار د امنيت امر رحمت الله اطرافي وايي چې دغه عمليات تېره اونۍ په سپين بولدک ، ژړۍ او ميوند ولسواليو کې شوې دي.

(( ۱۲ نفره دښمن نيول شوي ، ۵۰ حلقې ماينونه کشف او شنډ شوي دي، درې ميله کلاشنکوف له ۱۰۰۰مرميو سره نيول شوي دي، يو مېل دهشکه نيوله شوې ، درې پايې مخابرې او نهه پايې د هاوان مرمۍ هم نيول شوي دي او ۴۳۷۵ کيلو ګرامه امونيم نايټريټ سره له دوو ټراکټورونو او څلورو ټېلو سره په سپين بولدک ولسوالۍ کې نيول شوي دي ))

اطرافي وايي پر دې سربېره د کندهار ښار په پېنځلسمه او اتمه امنيتي حوزه کې هم پوليسو پلټنې کړې دي چې په پايله کې يې ګڼ د نشه يي توکيو قاچاق وړونکي او په ښار کې د موټرونو غله نيولي دي .

(( ۱۲۴ کيلو چرس ، ۲۱ کيلو ګرمه هيرويين ، ۱۴ کيلو ګرامه تارياک ، ۹۷ کيلو خاشخاش او ۵۵ کيلو ګرامه الکولي مشروبات له څو تنو سره نيول شوي دي، او په دې سربېره اتلس تنه غله هم نيول شوي د ي.))

د امنيت امر په داسې حال کې د موټرونو او موټر سايکلو د غلو د نيولو خبر ورکوي چې په دې ورستيو وختونو کې په کندهار کې د موټرونو د غلاوو په پېښو کې تر بل هر وخت زياتوالى راغلى دى.
XS
SM
MD
LG