د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د کم عمره زندانیانو ستونزې


د کوټې په لوی زندان کې بندیان پلستکي هلکان
د کوټې په لوی زندان کې بندیان پلستکي هلکان
ملیحه امیرزاده - پراګ

په پاکستان کې په بیلا بیللو صوبو کې په جیلونو کې یو شمیر ماشومان چې د اتلس کاله نه کم عمره دي په جیلونو کې قید دي او ځيني پکې بیا د مرګ له سزا سره مخامخ وي. یو مثال یې د بلوچستان د مچ سیمې په جیل کې پنځه ځوانان دې چې د څو کلونو راهیسی په جیلونو کې بند دي او اوس د مرګ له سزا سره مخامخ دي.

په اسلام آباد کې د ماشومانو د حقونو او تحفظ لپاره د یوې کار کونکې اداری سپارک یو مشر جهانزیب وایي چې په خیبر پښتونخوا کې هم ماشومان په جیلونو کې بند دي . د ده په خبره که څه هم د ماشومانو د تحفظ لپاره قانون شته خو عمل پرې نه کېږي.

په خیبر پښتونخوا کې هر وخت تقریباً دوه نیم سوه ماشومان په جیلونو کې وي. په پاکستان کې د ځوانانو عدلي نظام آرډیننس په نامه یو قانون هم شته چې په کال ۲۰۰۰م کال کې جوړ شوی دی. دغه قانون وایي،یو کم عمره پلستکی مجرم هغه که هلک وي یا جینۍ، د هغه لپاره د مرګ سزا نشته. خو که تاسو وګورۍ قانون شته عمل پرې نه کېږي

د جهانزیب خان په خبره د قیدي ماشومانو لپاره د دې قانون له مخې اصلاحي ادارې جوړول پکار دي

د دغه قانون له مخې اصلاحي ادارې پکار دي خو په پاکستان کې دا وخت په ټولو صوبو کې داسې ادارې نشته. چې په هغه کې صرف او صرف ماشومان وي. ماشومان د نورو غټو قیدیانو سره په مختلفو بیرکونو کې ساتل کېږي. په قانوني لحاظ سره خو دا پکار وي چې دغه ماشومان دې بیل ساتل شوي وای او د دوی څارنه کېدای خو د جېل تر اصولو لاندی نه وای . بلکه د ماشومانو د حقونو لپاره د جوړ شوي قانون مطابق دې ورسره سلوک وشي.

د قانون نه عملي کېدو تر شا څه لاملونه دي ؟ او حکومت په دی لړ کې څه پلان هم لري که څنګه؟ په دی اړه د پښتونخوا د قانون وزیر بیرسټر ارشد عبدالله وایی.

((ځوانانو عدلي نظام آرډیننس جوینایل جسټس فیډرل قانون دی او موږ اوس خپل وخت کې د ماشومانو تحفظ ایکټ جوړ کړی. له ماشوم سره چې هر قسمه نا روا سلوک کېږي د هغوی پوره تحفظ، بیا رغونه، د هغوی د رغونې په وخت کې د هغوی کورنۍ نه اخیستل، له عدالته یې سپارنه اخیستل او د هغوی تعلیم د دې ټولو لپاره قوانین جوړ شوي دي. په دی کې ډير وسایل لګېږي نو ځکه زیات وخت به اخلي. خو حکومت خپل کوشش کوي


د ارشد عبدالله په خبره قانوناً د ۱۸ کلو نه کم عمر تن ته د مرګ سزا نه شي ورکول کېدای.او که یو ۱۶ یا ۱۷ کلن ماشوم قتل وکړي نو سزا یې شته خو د هغه د کم عمر له امله هغه د مرګ له سزا بچ شي

د کوټې په لوی زندان کې یو ځوان نصرالله چې د ۱۳ کلونو په عمر د قتل په سزا کې قیدي شوی وو ، د قید په موده کې یې تر ۱۶ م جماعت پورې زده کړې کړې او غواړي چې د راخلاصیدلو وروسته کار روزګار وکړي.

((ما په جیل کې کوشش وکړو د میټرک امتحان می ورکړ. په ښه پوزیشن کې راغلم بیا ایف اې،بي اې او ایم اې مې وکړه، بیات کمپیوټر می زده کړ او د هغې لپاره م یامتحان ورکړ.))


د سپارک چارواکی جهانزیب خان وایي اداره یې قیدي ماشومانو ته زده کړې هم ورکوي.

((په هري پور جیل کې زموږ یو پروګرام دی چې د کمپیوټر یو سینټر دی په هغه کې ۲۵ داسې ماشومان دي چې هغوی ته موږ د کمپیوټر هنر ورښیو. او کوم ځوانان چې له جیله فارغ شي نو په افغانستان کې داسی اداره ده چې ۵۰ و ۶۰ زره روپۍ تنخوا اخلي. په حکومتي سطح داسې پروګرامونه نشته. په دې لړ کې يواځې فلاحي ادارې کار کوي. ))

په جیلونو کې قید ماشومانو ته په کتلو سره د بشري حقونو لپاره کارکونکي وایې د پاکستان په عدالتي نظام کې لویه ستونزه دا ده چې د اصلاح پر ځای زیاته توجه سزا ورکولو ته ورکول کېږي. د نصرالله غوندې ماشومان دا ثابتوي چې د ښه زده کړې سره د جېل وروسته دوی د معاشرې د یو ښه وګړي په توګه مخې ته راتللی شي.

XS
SM
MD
LG