د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان : ګروسمین دې نه راځي


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمین
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمین
مجید بابر - پراګ

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمین اسلام آباد ته تلل غوښتل چې موخه یې په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پاکستان ډاډ او باور تر لاسه کول وو.خو پاکستان هغه ته له هرکلي ویلو نه انکار کړی دی.


له مشال ریډيو سره په خبرو کې د پاکستان د خارجه چارو د وزارت یو چارواکي انتصارسلهري وویل چې دا مهال په پاکستان کې د کورنۍ سیاسي لانجو له کبله دوی نشي کولای چې د امریکا دغه ځانګړي استازي ته هرکلی ووايي او زیاتوي چې لومړی د پاکستان پارلمان له امریکا سره د اړیکو په اړه یوه پرېکنده تګلاره نه وی جوړه کړې تر هغو پورې دوی له امریکا سره ټولې ډپلوماټيکي راشه درشه بې فایدې ګڼي.

له امرسکا سره د پاکستان اړيکي له هغې وروسته کړکېچن شو چې کله د پروسږ کال د نومبر په ۲۶ مه نېټه په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونو لخوا پر پوله په یوه پاکستانۍ پوسته په برید کې ددغه ملک ۲۴ عسکر ووژل شول.

پاکستان په بیا بیا له امریکا غوښتنه کړې چې د ترسره شوي برید په اړه دې بخښنه وغواړي.امریکا د هغې پېښې په اړه یواځې خفګان څرګند کړی وو.

له دې پېښې وروسته پاکستان اعلان کړی وو چې دوی له امریکا سره تعلقاتو ته سردوارې کتنه کوي.او په دې لړ کې یې په بهرنیو هیوادنو کې د خپلو سفیرانو یوه غونډه پروسږکال به اسلام اباد کې رابللې وه.په هغه دوه ورځڼۍ غونډه کې له امریکا سره د تعلقاتو په باب یو شمېر سپارښتنې شوې وې چې وروسته یې پارلماني کمیټو جاج واخیست او اوس د پاکستان د پارلمان لخوا بشپړه منظوري ورکول کېږي.

د پاکستان پخوانی سفیر او د خارجه چارو سکرېټري همایو خان وايي پاکستان نه غواړي چې له امریکا خپل تعلقات وشلوي خو دا مهال په پاکستان کې دننه د امریکا ضد ولسي احساساتو له کبله موجوده حکومت غواړي چې دغه تعلقاتو ته په ولسي تناظر کې بیا کتنه وکړي.

دپاکستان او امریکا د خرابو تعلقاتو یو بل لوی سبب د پاکستان په ایبټ آباد کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن وژنه هم ده.
XS
SM
MD
LG