د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رحمان بابا پر ژوند تییېټر ،"هغه ښکلي ښکلي خلک"

د پښتونخوا په مرکز پېښور کې د پښتنو د ستر صوفي شاعر عبدالرحمان بابا پر ژوند،کلام او پیغام جوړه شوې تییېټري ډرامه ” هغه ښکلي ښکلي خلک٬٬بیګا شپه (۱۶م جنوري) په نښتر هال کې وړاندې کړل شوه. دې تییټرې ډرامې ته په سلګونه کسان لیدو ته تللي ول چې د کتونکو لخوا یې زښته ډېره ستاینه وشوه. د رحمان بابا پر ژوند ،کلام او پیغام دا ډرامه نامتو لیکوال او شاعر اباسین یوسفزي لیکلې او د ډایرېټکرۍ چارې یې د پښتو فلمي نړۍ یوه وتلي ستوري عجب ګل ترسره کړې. ددغه تییېټر ډرامې کتونکو تمه څرګنده کړه چې د پښتونخوا حکومت به د پښتنو پر نورو اتلانو لکه خوشحال خان بابا،پیرروښان ،فقیر ایپي،باچاخان او داسې نورو هغو پر ژوند او مبارزه هم ورته ډرامې جوړې کړې. د تییېټر منتظمین وايي، چې په پېښور کې په لومړي ځل داسې ډرامه ښودل کېږي چې په لومړۍ ورځ ورته خواوشا ۷۰۰ کسان نندارې ته ورغلي وو.

XS
SM
MD
LG