د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رحمان بابا پر ژوند تییېټر ،"هغه ښکلي ښکلي خلک"


د پښتنو د ستر صوفي شاعر عبدالرحمان بابا پر ژوند،کلام او پیغام جوړه شوې تییېټري ډرامه ” هغه ښکلي ښکلي خلک٬٬ یو تصویر.۱۷م جنوري ۲۰۱۲
د پښتنو د ستر صوفي شاعر عبدالرحمان بابا پر ژوند،کلام او پیغام جوړه شوې تییېټري ډرامه ” هغه ښکلي ښکلي خلک٬٬ یو تصویر.۱۷م جنوري ۲۰۱۲
د پښتونخوا په مرکز پېښور کې د پښتنو د ستر صوفي شاعر عبدالرحمان بابا پر ژوند،کلام او پیغام جوړه شوې تییېټري ډرامه ” هغه ښکلي ښکلي خلک٬٬بیګا شپه (۱۶م جنوري) په نښتر هال کې وړاندې کړل شوه.

دې تییټرې ډرامې ته په سلګونه کسان لیدو ته تللي ول چې د کتونکو لخوا یې زښته ډېره ستاینه وشوه.

د رحمان بابا پر ژوند ،کلام او پیغام دا ډرامه نامتو لیکوال او شاعر اباسین یوسفزي لیکلې او د ډایرېټکرۍ چارې یې د پښتو فلمي نړۍ یوه وتلي ستوري عجب ګل ترسره کړې.

ددغه تییېټر ډرامې کتونکو تمه څرګنده کړه چې د پښتونخوا حکومت به د پښتنو پر نورو اتلانو لکه خوشحال خان بابا،پیرروښان ،فقیر ایپي،باچاخان او داسې نورو هغو پر ژوند او مبارزه هم ورته ډرامې جوړې کړې.

د تییېټر منتظمین وايي، چې په پېښور کې په لومړي ځل داسې ډرامه ښودل کېږي چې په لومړۍ ورځ ورته خواوشا ۷۰۰ کسان نندارې ته ورغلي وو.

د پښتونخوا د کلتور وزیر میا افتخار حسین چې تر وروستۍ شیبې یې دغه دوه ساعته ډرامه وکتله له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل ،د خپلو مشرانو په کړنو او لاسته راوړنو د زلمي کل خبرولو لپاره تییېټر یوه غوره او اغېزمنه لار ده.نوموړي زیاته کړه،” دا په پېښور کې د تییېټر په شکل کې زموږ لومړۍ تجربه ده چې خلکو ته یې وړاندې کوو.او دغه رنګ به موږ دا لړۍ جاري ساتو د رحمان بابا نه پس به په خوشحال بابا ،بیا ورپسې پیر روښان،زموږ فخرې افغان باچاخان او داسې زموږ د نورو لوړو شخصیتونو په اړه ډرامې جوړوو.چې د هغوی په باب زموږ ځوان کل زیاته مطالعه نه لري او موږ غواړو چې د تییېټر له لارې د هغوی پيغام دوی ته ورسوو.٬٬

د پښتو یو نومیالی لیکوال،ډرامه لیکونکی او شاعر نورالبشر نوید د دغه ډرامې په اړه وايي چې د صوبايي حکومت دغه ګام به نه یوازې تییېټر ژوندی کړي بلکې ځوانان به هم له خپلو مشرانو خبر وساتي،” ابتدا وشوه دا تر ټولو ښه خبره ده،ځکه چې په یو داسې موقع دا تییېټر شروع شو، چې د پښتنو مشرانو مزارونه لا نه دې خوندي.او موږ ته نه یوازې د خپلو مشرانو فکر ژوندی ساتل پکار دي بلکې دا زموږ د ادبیاتو بنیادونه دي او باید د نوي کل لپاره خوندي وساتل شي.٬٬

د رحمان پر ژوند دغه تییېټري ډرامې ته ښځې هم په ګن شمېر کې ورغلې وې.یوې میرمنې له مشال راډيو سره په خبرو کې ددغه ډرامې په اړه په خپلو تاثراتو کې وویل،دا هغه شخصیات دي چې په پیغام سره موږ ته روحاني هوساینه رابخښي.او پکار ده چې دغه ډول هلې ځلې جاري وساتل شي.٬٬

یو شمېر ځوانانو هم له مشال ریډيو سره په خبرو کې وویل چې ددغه ډرامې په کتو سره یې پام خپل قام او خپلې ژبې م راوګرځېدۍ او پکار ده چې موږ خپل پام پښتو ته واړوو.

په دغه ډرامه کې د پېښور د ټي وي او سټېج نامتو اداکاران،جاوید بابر،سیدرحمان شینو،عمردراز او د اختیار قیصر غوندې یو شمېر نورو هغو برخه اخیستې وه.
XS
SM
MD
LG