د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د کوکنارو کرکېله کمه شوې ده.



سید شاه سقیم - کندهار

په کندهار کې د نشيې توکو پر وړاندې د مبارزې رييس وايي چې د تېر کال په پرتله په کندهار کې د کوکنارو او نورو نشيي بوټو کرکېله زياته کمه شوې ده .

یادې ادارې رييس ګل محمد شکران وايي چې پرېکړه يې کړې ده هغه بزګران به چې په خپله ځمکو کې يې کوکنار کرلي وي درې مياشتې بنديان کېږي.

دى وايي تېر کال کې زرګونه جريبه ځمکه د کوکنارو پر ضد د پيل شوي کمپاين پر مهال له نشيي بوټو څخه پاکه شوې او دغه کمپاين لا اوس هم دوام لري.

د ده په خبره د روان کال له پيل راهیسې تر اوسه پورې د اوياوو په شاو خوا کې هغه بزګران چې کوکنار يې کرلي زنداني شوي دي او له دې وروسته که بل چا هم په ځمکه کوکنار وکرل درې مياشتې به يې بنديان کوي.

(( پروسږ کال د کندهار په ټولو ولسواليو کې شپږ زره او پېنځه سوه جريبه ځمکه له نشيي بوټو څخه پاکه شوې ده . په راتلونکي کې به په کندهار کې هيڅوک پر خپلو ځمکو کوکنار نه کري که يې کرلي وي بايد ژر تر ژره دولت خبر کړي چې ويې نړوي. ګنې نو درې مياشتې به بيا قيد تېروي. دا نهايي فيصله ده . د روان کال له پيل را هسې د اويا په شا و خوا کې کسان چې کوکنار يې کرلي پوليس تاڼو یا توقيف خانو ته بېول شوي دي. ))

ګل محمد شکران وايي که څه هم د تېر کال په پرتله په کندهار کې د کوکنار کرکېله کمه شوې ده خو لا هم په هغو سيمو کې خلک کوکنار کري چې ناامنه دي.

ده د کندهار په څلورو ولسوالو ارغنداب ، ډنډ ، تخته پول او دامان کې د کوکنارو د کرکېلې کچه صفر وښوده.

شکران زياتوي چې سږ کال به په هغو ولسواليو کې چې خلکو يې د کوکنار کښت پرې ايښى دى . کېماوي سره او بېلابېل تخمونه په بزګرانو ووېشي چې په دې توګه به دوى لا وهڅېږي او د کوکنارو کرل به بېخي هېر کړي.

(( خوشبختانه سږ کال وزارت د کندهار لپاره يوه بوديجه په نظر کې نيولې ده او په دې سربېره به د کندهار په څلورو ولسواليو کې چې د کوکنارو کښت پکې صفر دى د فوډ زون پروګران د عملي کولو پر مهال په بزګرانو تخمونه او کېماوي سره ووېشل شي چې په دې توګه دوى لا پسې تشويق شي او په دغو ولسواليو کې د کوکنارو کرل به صفر پاتې شي))

څه موده وړاندې د کندهار د ځينو ولسواليو بزګرانو مشال راډيو ته ويلي وو چې د کوکنارو پر ځاى يې زعفران کرلي دي خو اوس دومره څوک نه پيدا کېږي چې په سمه بيه يې ورڅخه واخلي.
XS
SM
MD
LG