د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رحمان بابا پر ژوند لومړۍ تییېټر ډرامه


صوفي شاعر رحمان بابا
صوفي شاعر رحمان بابا
د خيبر پښتونخوا كلتوري څانګې په مرسته د پيښور په نښترهال كې نن د ګل په ورځ د پښتو ژبې صوفي شاعر عبدالرحمان بابا په ژوند او كلام یوه تییېټرډرامه هغه ښکلي ښکلي خلک په نوم وړاندې کېږي.

ددې ډرامې ليكونكی اباسين يوسفزې او هدايتكار عجب ګل دی.

د مشال ریډيو له خبريال خالد خان سره په خبرو کې اباسين يوسفزي وویل ،د دوی مقصد دا دی چې د رحمان بابا پر ژوند د هغه پر کلام او شاعرۍ یو داسې ډرامه خپل ولس ته وړاندې کړو چې له نننیو حالاتو سره سم د هغه په فکر او پیغام پوه شو او پلی یې کړو او د هغه د روحانیت د فلسفې تخم د خپل ځوان کل په ذهنونو کې وکرو.

لیکوال او شاعر اباسین یوسفزی وايي،ډېر وخت کېږي چې په پېښور کې تییېټر نه دی شوی،او خپله د پښتو یو پیاوړی اداکار سیدرحمان شینو وايي چې هغه په خپل ژوند کې ددغه معیار ډرامه نه ده لیدلې.

ښاغلی یوسفزی وايي ددغه ډرامې په لیکولو او چمتو کولو او د عجب ګل خوندې د لوړې پای ډایرېکټر په ملتیا یې د جهاني معیار یو تییېټر برابر کړی دی چې دده په خبره د ټولنې هر وګړی به خوند ترې واخلي.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG