د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار : د پنجوايي ولسوال فضل الدین اغا ووژل شو


د کندهار ولایت د پنجوايي وژل شوی ولسوال حاجي فضل الدین اغا
د کندهار ولایت د پنجوايي وژل شوی ولسوال حاجي فضل الدین اغا
سید شاه سقیم ، مشال ریډیو

کندهار: د افغانستان د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ ولسوال حاجي فضل الدين اغا له دوو زامنو سره یو ځای په کندهار کې ووژل شو .

د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي وویل چې نوموړی د چارشنبې په مازیګر هغه مهال ووژل شو چې یوه ځانمرګي بريد کوونکي چې په يو موټر کې سپور وو د پنجوايي په کوبي سيمه کې يې د فضل الدين اغا پر موټر ځان ور وچاودی.

زلمي ايوبي د فضل الدين اغا او د هغه د دوو زامنو د وژل کېدو پخلی وکړ او ویې ویل چې په دې پېښه کې اوه تنه نور هم ژوبل شوي دي .
XS
SM
MD
LG