د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار : جنرال رازق له ځانمرګي برید روغ راووت


د کندهار امنییه قومندان جنرال عبدالرازق
د کندهار امنییه قومندان جنرال عبدالرازق
.

سید شاه سقیم - کندهار

د کندهار ولايت پر امنيه قومندان جنرال رازق باندې ځانمرګى بريد شوى دى چې خو پوليس وايي په پېښه کې چا ته ځاني زيان نه دى اوښتى .

ځانمرګى بريد نن غرمه د يوې نيمې بجې په شا و خوا کې د کندهار په امنيه قومندانۍ کې د ننه پر امنيه قومندان جنرال رازق باندې شوى دى خو پخپله امنيه قومندان ورڅخه روغ وتلى دى .

د کندهار په امنيه قومندانۍ یو افغان سرباز هغه ځای په ګوته کوي چې ځانمرګی بمي برید پکې وشو
د کندهار په امنيه قومندانۍ یو افغان سرباز هغه ځای په ګوته کوي چې ځانمرګی بمي برید پکې وشو
امنيتي چارواکي وايي چې ځانمرګى بريد کوونکى د عامو وګړو په ډله کې قومندانۍ ته ننوتى وو او غوښتل یې چې خپل ځان پر جنرال رازق ور وچوي خو خپل هدف ته نه دى رسېدلى.

د کندهار امنيه قومندان جنرال رزق له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال وويل چې په بريد کې ده ته هيڅ ځاني زيان دى رسېدلى .

دى وايي ځانمرګي پوليسو ته ويلي وو چې له کوره يې ښځه تښتېدلې ده ځکه نو پوليسو تر نورو خلکو له مخه ځانمرګي ته د ده دفتر ته د ننوتو اجازه ورکړې وه .

(( يو ځوان چې ادعا يې کوله چې له کوره مي يو چا ښځه تښتولې ده نو پوليسو فکر کړى وو چې له دې ځوان سره ډېره ناجايزه شوې ده. ځکه يې زما دفتر ته را پرې ايښى وو خو په دروازه يو سرحدي پوليس درولى وو او ده هم هلته ځان الوزلى وو ، په پېښه کې موږ يوازې يو تن سربېرن ټپي شوى دى ))

په کندهار کې د ميرويس روغتون ډآکټران هم وايي چې د پېښې له ځاى څخه دوى ته يو تن سرحدي پوليس چې سربېرن ټپي دى ور وړل شوى دى .

بله خوا بيا قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي مشال راډيو ته وويل چې ځانمرګى د دوى ملګرو ورلېږلى وو چې په جنرال رازق ځان ور وچوي.

قاري يوسف د پېښې په اړه له نورو مالوماتو څخه خپله ناخبري وښوده.

تر دې وړاندې هم په امنيه قومندانۍ کې د ننه يو تن ځانمرګى بريد د کندهار پخوانى امنيه قومندان خان مجاهد وژلى وو .
XS
SM
MD
LG