د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز مشرف پاکستان ته ستنېږي


پخواني پوځي صدر پرویز مشرف
پخواني پوځي صدر پرویز مشرف
ظفرکریمي ـــــ کراچۍ

د اتوار په ورځ د کراچۍ جناح مزار سره نزدې د آل پاکستان مسلیم لیګ جلسې ته په ویډیويي وینا کې پخواني پوځي صدر پرویز مشرف وويل چې د روانې میاشتې په پای کې به پاکستان ته ستون شي هغه په ټاکنو کې د برخې اخیستو اعلان هم وکړو ـ

((زه اعلان کوم چې د جنورۍ ۲۷ او ۳۰ نېټې ترمنځ ته پاکستان ته ستون شم ـ زه به کراچۍ کې کوزیږم ـ د چترال څخه به ټاکنو ته ځان کاندیدوم او که ستاسو مرسته راسره وي نو کامیاب به هم شم ))

پخواني پوځي صدر زیاته کړه چې کوم وخت په پاکستان کې دهغه حکومت و ،نو د هر څه ارزاني وه او هم په بهرونو ملکونو کې د پاکستان وګړو ته په درنه سترګه کتل کېدل ـ

د آل پاکستان مسلیم لیګ ډلې مشر او پخواني پوځي صدر پرویز مشرف پاکستان کې د نواز شریف حکومت نسکور کړی و او د پوځي کودتا روسته یې په دغه هیواد څه کم لس کاله واکمني کړې ـ نوموړی له تیرو څه باندې درې کلونو راهسې جلاوطن دی ـ

شنونکي وایي په اوسنیو شرایطو کې د پرویز مشرف پاکستان ته ستنیدل ممکن نه ښکاري ـ دسیاسي چارو کارپوه نوید حسین وایي چې پرویز مشرف باندې د بینظیر بټو او اکبر بوګټي د وژنی کیسونه دي او هغه په دې لړ کې د عدالت لخوا اشتهاري هم ګرځول شوی دی.

((رحمان ملک هم په دې حقله ویلي چې هغه اشتهاري دي او چې راشي نو نیول کیږي به ـ بل د بینظیربوټو د وژنې کیس په لړ کې سرکاري وکیلانو هم ویلي چې که مشرف واپس راشي نو وبه نیول شي ـ ددې نه علاوه بلوچستان هایي کورټ د نواب اکبربوګټي د وژنې په کیس هم دهغه د نیولو وارنټ جاري کړی دی))

نوید حسین زیاتوي د پرویز مشرف کراچۍ کې د اتوار ورځې جلسې نه هم دا پیغام راولاړیږي چې د پخواني پوځي صدر سره په هغې اندازه کې عوامي طاقت هم نشته کوم ته چې په دې وخت کې دهغه لپاره اړتیا لیدل کیږي ـ

دا چې که پرویز مشرف په هر صورت پاکستان ته ستون شي نو د پاکستان په سیاسي میدان کې د کومو بدلونونو رامنځته کیدو امکان دی ؟ په دې اړه نوید حسین وایي چې اول خو هغه راتلای نشي او که راشي هم نو د پاکستان په سیاسي میدان کې به څه خاص بدلون رانه وړي.

((دا د پاکستان یو سیاسي تاریخ جوړ شوی دی چې کله پخوانی واکمن پوځي مشر سیاست ته راشي نو هغه بیا نه کامیابیږي ـ د ایئر مارشل اصغر خان د ګوند تحریک استقلال مثال زموږ په وړاندی دی ـ))

د نوید حسین په خبره که پرویز مشرف واپس پاکستان ته راشي نو اوس مهال د پیپلز ګوند حکومت ددې توان لري چې دهغه په ضد کاروایي وکړي او که اوسنی حکومت داسی ونه کړی نو نه یوازې د اوسني حکومت په کارکردګۍ پورته کیدونکې پوښتنې به زیاتي شي بلکې دا کار به بلوچستان کې د امنیت خرابې وضعې د لا نورې خرابتیا سبب وګرځي.
XS
SM
MD
LG