د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان :په ګڼو ښارونو کې امنیتي پاټکې هیسته کېږي


د کابل ښاروالي له سړکونو سیمېټي خنډونه هسته کوي.
د کابل ښاروالي له سړکونو سیمېټي خنډونه هسته کوي.
نقیب الله متونوال - خوست

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت او ښارواليو ترمنځ د يو تفاهم له مخې په دې هيواد کې د ځينو هغو ادارو، چې د خپل ځان امنيت ساتنې لپاره يې امنيتي پاټکې جوړې کړې او په دې سره ځينې لارې او سړکونه هم بند او خلکو ته ستونزې پيدا شوې د پا کولو چارې پيل شوي.

په پکتيا کې هم چارواکي وايي ټول هغه ضروري سړکونه، چې د امنيتي دلايلو له مخې د موانعو په درولو بند شوي دي خلاصوي او د دوکانونو مخې چې دوکاندارانو بندې کړي هم پاکوي، چې خلک به په ازادانه ډول تګ راتګ وکړي.

د هيواد د ډېرو لويو او وړو ښارونو په اړه ويل کېږي چې بې نقشې او يا په سم ډول نه دي جوړ شوي چې له امله يې ښاريان له ستونزو سره مخامخ دي.

خو د دې ترڅنګ د افغانستان په ډېرو ښارونو کې دا وخت يوه ستونزه دا هم ده چې په چوکونو کې امنيتي پوستو او دولتي ودانيو ته څېرمه امنيتي پاټکې موجودې دي او تر څنګ يې د ښاريانو هغه غورفې(کوکې) هم کمې نه دي چې لوی او واړه واټونه يي په کوڅو بدل کړي دي.

خو په دې ورستيو کې د کورنيو چارو وزارت او ښاروالۍ له خوا د يو تفاهم له مخې په ښارونو کې د پاټکونو د له منځه وړلو چاره پيل شوې او د پکتيا مرکز ګرديز ښار، چې د دې پاټکونو له امله يو څه تنګ شوی وو، د پاټکونو په ليرې کېدو يي ښاريان خوښ دي خو د ښار د پاکي اوصفايۍ چارې ته هم د لا پاملرنې غوښتونکي دي.

په دې اړه د پکتيا دوه تنه اوسيدونکي حيات الله او عبدالستار وايي، چې د پياده روونو او سړکونو پاټکونو یې د ازاد تګ مخه نيولې وه خو له دې ورسته به داسې نه وي او لارې کوڅې په ازادې شي.

د ګرديز ښاروال انجينر اغامحمد سعيدي وايي، چې د ښار پاکونې او د سړک پر سر خنډونو هواري درې ورځني پروګرام کې يې ښاري سړکونه په بشپړ ډول ازاد کړي خو له ښاريانو غوښتنه کوي چې د ښار په پاکي او ازادولو کې دې ناغيړي نه کوي.

د ګرديز ښار د پاکي او له سړکونو څخه د پاټکونو لرې کولو چاره په داسې حال کې ترسره کېږي چې د هيواد په نورو ښارونو کې هم ورته کار پيل شوى د دې ښار ډېرى ښاريان د ګندونو یا کثافاتو د زياتوالي په اړه شکايتونه کوي خو مسؤلين وايي، چې ښاريان د ښار په پاکۍ کې ورسره مرسته نه کوي او په ښار کې د بې ځايه غورفو په جوړېدو هم ستونزې جوړوي، چې دا د ښاروالۍ لپاره کارونه له مشکل سره مخامخوي.
XS
SM
MD
LG