د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاسپورټ سره تړلې د خلکو ستونزې


نیازموساخېل،کوټه

د بلوچستان په کوټه کې خلک وایي،دروانې جنوري میاشتې پر لومړۍ نېټې د پاسپورټ جوړولو فیسونه زیات شوي،چې له وجې یې دوی له ستونزو سره مخامخ شوي. یو کس محبوب عالم وایي،د عام پاسپورټ جوړولو لپاره فیس مخکې ۲۱۰۰ او د ژر ترلاسه کولو یا ارجنټ پاسپورټ فیس ۳۰۰۰ زره وو،چې اوس له زیاتوب وروسته په ترتیب سره ۳۰۰۰ او ۵۰۰۰ فیس ته رسېدلي.٫٫خلک بې وزله دي او دلته غریبې او بې وسي زیاته ده.دوی په مشکل سره دوه وخته ډوډۍ ترلاسه کوي،د پاسپورټ زیات فیسونه به څنګه ورکړي....!٬٬

محبوب عالم زیاتوي٫٫پاسپورټ د نن سبا په حالاتو کې ډېر ضروري دۍ.زه یو تجار یم او غواړم چې په ایران کې کاروبار وکړم،خو زما لپاره زیات فیسونه یو مشکل ضرور رامخته کوي او زه سوچ کوم،چې څله پر یوه پاسپورټ ۲ زره روپۍ زیاتې ورکړم،کوم چې یو ۵ ورځې مخکې کم وو.بل به دا درته ووایم چې د پاسپورټ زیات فیسونه به هغه خلک مایوسه کړي، چې باقاعده په قانوني توګه نورو هیوادو ته تلل غواړي.که د حکومت سلوک هم دا شان وو،نو بیا به دغه خلک هم دې ته تشویق شي چې له غېرقانوني لارو نورو هیوادو ته ولاړ شي.٬٬

یو بل کس محمد انور بیا وایي،دلته یوازي د زیات فیسونو ستونزه نه ده،بلکه خلک بېلابېلې ورته ستونزې لري او د پاسپورټ دوتر کارکونکې یې د حل کولو لپاره غم نه خوري٫٫ما ته دغه د پاسپورټ دوتر کارکونکیو ډېر تکلیف را کړی،ځکه نن بیا دلته راغلی یم.یو څو ورځې مخکې ما د ژرپاسپورټ جوړولو فیس او کاغذان داخیل کړل او اوس چې نن زه پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره راغلم،نو راته ویې وېل،چې ورسه!له مرستیال کمشنر څخه د سپیناوي )ویریفیکېشن ( لیک راوړه،بیا به دې پاسپورټ جوړ شي.اوس ته راته ووایه،دا تکلیف نه دۍ؟خو لومړۍ به یې راته وېل،چې دغه لیک دي نشته یا د دغ لیک ضرورت دۍ.٬٬

دغه کس زیاتوي،دا یوازي د ده ستونزه نه ده،بلکه دا قِسمه ستونزې نږدې هر څوک لري.

یو بل کس،د پاسپورټ جوړولو لپاره داخیل کړی د فیس ټوکن په لاس کې نیولی او هڅه یې کوله چې دوتر ته دننه ورشي ،خو د دوتر ساتونکیو دننه نه پرېښودۍ.هغه مشال ریډیو ته ووېل٫٫د ډسمبر پر وروستۍ نېټه مې د پاسپورټ جوړولو لپاره فیس ۲۱سوه په بېنک کې داخیله کړې،خو کله چې کال را نوۍ شو،نو پر لومړۍ نېټه خو د اتوار رخصتي وه.په دې بله ورځ او بیا نن چې زه دوتر ته راغلم،نو دوی ما دننه نه پرېږدي.راته وایي،فیس زیات شوی،۹۰۰ روپۍ نوري داخیله کړه،بیا راشه.٬٬

د پاسپورټ دوتر کوټې مشر،سعیدآغا بیا د فیس زیاتولو په اړه ووېل،دا پریکړه مرکزي حکومت او ورته چارواکیو کړې.وجه به یې یقینًا دا وي چې نن سبا د ګرانۍ له وجې کاغذ اود پاسپورټ کتابي څیزونه ګران شوي دي او دا به زموږ محکمې په مجبورۍ کې کړی وي

کله چې مو د خلکو له پاسپورت سره تړلې نورې ستونزې هم د پاسپورټ دوتر مشر مخې ته کښېږدې،نو نوموړې یې په اړه ووېل ٫٫خلک هسې پلمې او بهانې کوي،چې له ضروري کاغذانو او اسنادو ځان خلاس کړي.منم،چرته چې پنځه سوه کسان سره راغونډ شي،نو ګیلې مانې خو به لازمي وي او هر یو خو به مطمینه نه وي.بهر حال،بیا هم زموږ هڅه وي چې تر خپله وسه د خلکو خذمت وکړو او د دوي ستونزو ور هواري کړو.٬٬

یاده دې وي،په بلوچستان کې د راپورو له مخې،یوازي یو دوتر په کوټه کې کار کوي او په نورو لیري پرتو سیمو کې یا خو دوترونه له سره شته نه او چرته چې شته،هغوي بیا فعاله نه دي.خلک وایي،که د بلوچستان په نورو ځایو کې هم پاسپورټ دوترونه خلاس کړي او د دې د جوړولو فیس مناسبه و ټاکې،نود دوی ستونزې به تر ډېره حده پوري هوارې شي.
XS
SM
MD
LG