د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ هزاره وال وايي له پښتونخوا نه بېلېږو


د متحده قامي غورځنګ مشر الطاف حسین تر تصویر لاندې د یو کس جنازه تېرېږي چې په دغه ښار کې په تاوتریخوالي کې ووژل شوی وو
د متحده قامي غورځنګ مشر الطاف حسین تر تصویر لاندې د یو کس جنازه تېرېږي چې په دغه ښار کې په تاوتریخوالي کې ووژل شوی وو
ظفرکریمي ـــ کراچۍ

په کراچۍ کې میشت د هزاره ډویژن سره تعلق لرونکي خلک وایي دوی د ایم کیو ایم لخوا د هزاره صوبې په حمایت کولو خوښ نه دي او هغه ځکه چې ایم کیو ایم کراچۍ کې پوره واک او ځواک لري خو لاتراوسه یې د هزاره والو ترڅنګ کراچۍ ته راغلي نور قامونه له زړه نه دي منلي ـ

د کراچۍ په تاوتریخوالي کې تل رکشې او ټیکسي موټران سوځول کېږي چې اکثریت د خیبر پښتونخوا د اوسېدونکو دي
د کراچۍ په تاوتریخوالي کې تل رکشې او ټیکسي موټران سوځول کېږي چې اکثریت د خیبر پښتونخوا د اوسېدونکو دي
د هزاره ډویژن بټل سیمي استوګن محمدحسن وایي په کراچۍ کې ګڼ شمیر د ټیکسي او رکشه ډریوران په هدفي وژنو کې په نښه شوي دي چې اکثریت یې د هزاره ډویژن استوګن دي.(دوی خپل سیاست کوي او په دې توګه خپل ووټونه زیاتول غواړي بله خبره داده چې د هزاره بېله صوبه جوړول څه خاص فایده نه لري او چې فایده نه لري نو بیا صوبه جوړول فضول کار دی.

د شنکیاري سېمې یو بل اوسېدونکی عبدالکبر وايي د هزاره صوبې د جوړولو په کار کې د ایم کیو ایم مداخلت دا مانا لري چې دوی د کراچۍصوبې جوړولو ته لار هواره وي، ددوی خپله ګټه ده کنه موږ د خېبر پښتونخوا حصه یو دوی فکر کوي چې کراچۍ صرف ددوی ده.



د خادم حسین په نوم د هزاره ډویژن یو استوګن وایي چې د هزاره صوبې جوړولو په حق کې دی خو که په دې تحریک کې ایم کیو ایم داخل شو نو دهغوی پلرنۍ سېمه به هم د کراچۍ غوندې بدامنه شي، د هزاره صوبې لپاره چې هرڅوک کار کوي زموږ ملګري دي خو له ایم کیو ایم سره ځکه اختلاف لرم چې هلته به هم داسې حالات شي لکه اوس چې په کراچۍ کې دي ـ په کراچۍ کې دوی موږ نه پریږدي ـ که صوبه هزاره جوړه شي یا نه ، خو زه وایم چې (ایم کیو ایم ( پکې رانه شي ـ ددوی سیاست خوفناک دی.


بلې خوا ته د ایم کیو ایم ډلې چارواکی وایي چې د هزاره صوبې تر جوړیدو به خپلو کوششونه جاري ساتي ـ دیاد شوي ګوند یو چارواکی سردارخان دا ردوی چې ګنې د هزاره ډویژن خلک د صوبې په تحریک کې د ایم کیو ایم لاسوهنې ته د شک په سترګه ګوري،نه نه نه داسې نه ده ـ زموږ په هزاره ډویژن کې ډیر ملګري دي او هلته به ډېر ژر خپله جلسه کوو.


د سردار خان په وینا په هزاره کې د ایم کیو ایم له جلسې او هغې کې د خلک له ګډون روستو به ناقدین پخپله چپ شي.
XS
SM
MD
LG