د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستان سره پر پوله ایران پوځي مشقونه کوي


د رپورټونو له مخې ايران له افغانستان سره نږدې له خپلې پولې سره پوځي مشقونه پیل کړيدي.

د ايران نيمه سرکاري خبري اژانس فارس د دغه هېواد د انقلابي ځواک د قومندان محمد پکپور له خو لې ليکي د دې پوځي مشقونو موخه له ايراني پولو سره امنيت زياتول دي.

دا په داسې حال کې ده چې په خليج فارس کې د ايران د سمندري ځواک د مشقونو له کبله د دغه هېواد له امريکا سره ترنګلتيا زياته شوېده.

د دې پوځي مشقونو له سببه څو ورځې وړاندې امريکا پر ايران نوي بنديزونه ولګول ، ددغه نوي ګام موخه دا ده چې نور هېوادونه له ايرانه تيل اخیستل بند کړي.
XS
SM
MD
LG