د لاسرسي ځای

تازه خبر

مراد شینواری د مرګ و ژوند په کشمکش کې دی


د پښتو ژبې مشر لیکوال و شاعر مراد شینواری
د پښتو ژبې مشر لیکوال و شاعر مراد شینواری
مجیب انګار - پېښور

د پښتو ژبې مشر لیکوال و شاعر مراد شینواری دا مهال د پيښور په یوه روغتون کې د مرګ و ژوند په کشمکش کې وروستۍ شپې ورځې تیروي.

پر نوموړي، چې له تیرو شپږو کالو راهیسې ناروغ وو تیره اونۍ د ګوزڼ ناروغۍ حمله وکړه.

د نوموړي زوی سجاد علي مشال راډیو ته وویل، چې نوموړی له تیرو درېيو ورځو راهیسې له خبرو او خوراک څښاک څخه لویدلی او دا مهال د جدي څارنې یا ICU واټ کې بستري دی او مصنوعي تنفس ورکول کیږي.

بلخوا د خيبر پشتونخوا قلموال پر صوبايي حکومت نیوکه کوي چې، هغه یې د ژوند په وروستیو شیبو کې بې اثرې پريښی او درملنې ته یې هیڅ پاملرنه نه کوي.

شاعر و لیکوال پروفیسر اباسین یوسفزي خپل دسترګو لیدلی حال داسې بیانوي :
" زه، چې ورغلم او په خپلو سترګو مې ولید نو په رښتیا هم، چې بې یار و مددګاره پروت و، زموږ دولتي چارواکي باید په علم و ادب مین خلک وي او د دا ډول هستیو قدر وپيژني"

د حمزه پښتو ادبي ټولنې مرستیال شیرعالم شينواري وايي ، چې تر اوسه نه خو ایالتي حکومت ورسره مرسته کړې او نه یې پوښتنه.

پر دوی سربیره یوشمیر نورو قلموالو هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خیبر پښتوخوا پر حکومت نیوکه وکړه، د مراد شينواري په درملنه کې یې له حده زیاته بیغوري کړې او ترننه هیڅ کوم حکومتي چارواکي سر ندی ورښکاره کړی.

لیکوال،شاعر او ډرامه لیکونکي نورالبشر نويد د نوموړي د ادبي خدماتو په باب ازادي راډیو ته وویل :
" دا ډيره د افسوس خبره ده، چې د پښتو ادب یو منلی شخصیت، چې کلونه یې ژبې ته خدمت کړی اوسمهال په داسې حال کې پروت دی، نه یې څوک پوښتنه کوي او نه هم مرسته.حکومت او ولس د هغه پوروړی دی او ټول باید په دې بده ورځ کې ورسره مرسته وکړي، حکومت خو بایده چې د هغه د شان او شخصیت مطابق ټولې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.نن هغه خلک په واک کې دي، چې ټول عمر یې د پښتنو د حقوقو دعوې کولې،خو له بده شامته،چې د مراد شینواري پشان یو ستر قلموال یې هیر کړی"

دژورنالیستانو کلتوري ټولنه، چې په سختو ورځو کې د بې وزلو قلموالو او هنرمندانو لپاره نه یواځې دا، چې په ولسي کچه د سوال څادر غوړوي، بلکې د چارواکیو تر محلونو هم د هغوی فریاد رسوي د مراد شينواري په برخه کې د حکومت بې غوري غندلې.

ددې ټولنې یوتن مسوول روښان یوسفزي له مشال راډيو سره په مرکه کې وویل :

" مراد خان شینواری یو خو دا، چې د حمزه بابا یواځنی زوی دی بل دا چې پښتو ژبې ته یې بیساري خدمات دي نو موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو، چې سمدستي دې د هغه درملنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، او د هغه له کورنۍ سره دې مالي مرسته وکړي"

۸۵ کلن مراد خان شینواری، چې د غزل بابا امیر حمزه خان شینواري په ادب پروروه غیږ کې لوی شوی د خپل ژوند زیاته برخه د خپلې ژبې او قام سوکالۍ ته وقف کړې.

پر ګڼ شمير کیسو او شعرونو سربیره یې د شاوخوا پېنځوسو پښتو فلمونو لپاره کیسې او سندرې لیکلي . خو د ژوند په وروستیو شيبو کې د قام و حکومت له نظره لویدلی د روغتون په یوه کونج کې سختې شپې ورځې تیروي
XS
SM
MD
LG