د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د حقاني معامله له نېږدې څارو''


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده، ویکټوریا نولینډ
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده، ویکټوریا نولینډ
بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ - د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي په امريکا کې د پاکستان د پخواني سفير حسين حقاني کیس له نيږدې څاري.

پر حسين حقاني دا وخت د پاکستان په سپريم کورټ کې امريکا ته د يو لانجمن خط چې پکې د پاکستان د پوځ د واکونو د کمولو غوښتنه شوي وه، د ليکلو او ليږدولو په اړه مقدمه روانه ده.

حقاني دا تورونه رد کړي، له دندې يې استعفا ورکړي او له رسنيو سره يې په خبرو کې ويلي چې ژوند يې خوندي نه دی.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ويکټوريا نولينډ په يوه خبرې ناسته کې وويل د حقاني مسله د پاکستان خپله معامله ده خو باید دا پر داسې طریقې پر مخ لاړه شي چې څرګنده او ښکاره وي.

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني
په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني

​((که څه هم دا د پاکستان داخلي مسله ده، موږ تمه کوو چې د حسین حقاني کیس داسې پر مخ ولاړ شي چې ښکاره وي، په انصاف ولاړ وي او ژر تر ژره وشي. موږ دا هيله هم لرو چې حقاني ته دې د پاکستان د قانون تر مخې او د نړيوالو قانونونو په تاييد سره ټوله حقوقي توجه ورکړل شي. موږ به دا کیس او حالات له نيږدې څارو.))

هغې همدا راز وويل چې د حسین حقاني ميرمن په امريکا کې د خپل خاوند د خونديتوب په اړه له امريکايي چارواکو سره کتلي دي او ورسره دوامداره رابطه لري.

ياده دې وي چې حسين حقاني د برتانيا له ډېلي ټيليګراف ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي ول چې په وزيراعظم هاوس کې دی او که بهر ووځي نو ژوند ته يې خطر دی ځکه چې د پاکستان د پياوړو قوتونو له خوا پر د غدار ټاپه لګېدلي ده.

په دې مقدمه کې د پاکستان جاسوسي اداره، آيي، ایس، آيي هم يو اړخ دی.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ويکټوريا نولينډ همداراز، د پاکستان د پارليمان د قامي سلامتۍ د کمېټې د هغو سپارښتونو په اړه چې له امريکا او ناټو سره د تعلقاتو د نوې پاليسۍلپاره تيار کړل شوي دي، وويل چې دوی ته په رسمي توګه څه نه دي ورکړل شوي.


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نشان
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نشان

نولينډ وويل: ((موږ د پاکستان په پارليمان کې له بحثه خبر يو او تر کومه چې ماته معلومه ده هغوی کوم آخري پرېکړې ته نه ول رسېدلي. زموږ خيال دا دی چې په يو مناسب وخت کې به په دې اړه له پاکستاني حکومته په دې اړه واورو.))

د يادونې وړ ده چې د امريکا او پاکستان ترمنځ اړيکي دوه مياشتې وړاندې په مومندو کې د ناټو په بمبارۍ کې د ۲۴ پاکستاني پوځيانو تر وژلو ورسته ډير خراب شول او پاکستان، په افغانستان کې مېشتو د ناټو سرتېرو ته سامان وړونکي ګاډي ودرول.

ويکټوريا نولينډ په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې تر اوسه پورې ناټو ته د سامانونو د وړلو د لارو د خلاصولو په اړه کوم پرمختګ نه دی شوی.

نولينډ امريکا ته د نوي پاکستانۍ سفيرې، شیري رحمان چې تمه ده راتلونکې اوونۍ به د پخواني سفير حسین حقاني پر ځای په واشنګټن کې کار پيل کړي، په اړه وويل چې هغه په سختو حالاتو کې ور روانه ده.

نولينډ زياته کړه چې د پاکستان د استازې په توګه له شیري رحمان سره امريکايانو د ترهګرۍ په شان مسايلو د حل د را ایستو لپاره شريک کار کولو ته سترګې پر لاره دي.
XS
SM
MD
LG