د لاسرسي ځای

تازه خبر

''په پاکستان کې د امریکا اېجنټان''


د پاکستان د پوځ مشران له امریکايي سیالانو سره.
د پاکستان د پوځ مشران له امریکايي سیالانو سره.
پاکستاني خبریال او لیکوال نجم سېټي مقاله د خبریالانو ژوند ته له ور پېښو خطرونو پیل کړې ده او وايي تر اوسه پورې (د ۲۰۱۱ز کال پر مهال) ۱۱ خبریالان د کار پر مهال وژل شوي دي.

د ده په وینا، اوس سیکیورټي ایسټیبلېشمنټ د هغو سینیر خبریالانو پر ضد یو بل کیمپېن پیل کړی دی چې د سیکیورټي ایسټیبلېشمنټ سوچ او فکر تر پوښتنې لاندې راولي.

د نجم سېټي په وینا، سیکیورټي ایسټیبلېشمنټ یانې پوځ او آی ایس آی پر دغو سینیر خبریالانو د امریکا د اېجنټ ټاپې لګوي.

لیکوال بیا هغه خبرې په ګوته کوي چې که یې څوک وکړي نو پر هغه د امریکا د اېجنټ ټاپه لګېږي.

نجم سېټي لیکي: ((که تاسې دا خبره وکړئ چې د پوځ د افغانستان په اړه د ستراتیژیکي ژورتیا (Strategic Depth) پالیسي بې ځایه، تر وخت تېره او د ګټې پر ځای تاوان لري، نو تاسې ته د امریکا اېجنټ ویل کېږي.))

((که تاسې ووایاست چې پوځ د اسامه بن لادن په ساتلو کې لاس وو او یا هم بې صلاحیته وو نو تاسې د امریکا اېجنټ یاست.))

نجم سېټي لیکي، که څوک دا خبره وکړي چې پوځ د ایین تر مخې د ملکي حکومت تر واک لاندې دی، نو داسې کس ته د امریکا اېجنټ ویل کېږي.


((که چېرې تاسې دا ووایاست چې پوځ ته له طالبانو سره معاهدې نه دي کول په کار، چې له مخې یې هغوی ځانونه منظموي او پاکستان قبضه کوي، نو تاسې د امریکا اېجنټ یاست.))

که دا وویل شي چې د القاعدې او طالبانو پر ضد د ډرون بریدونو هر کلی کېږي. نو بیا هم تاسې امریکايي اېجنټ یاست.

((که چېرې تاسې ووایاست چې د پوځ د دفاعي بجټ جاج په کار دی پارلېمان واخلي او آډېټر جنرل یې حساب کتاب وکړي، نو تاسې د امریکا اېجنټ یاست.))

د لیکوال نجم سېټي په وینا، که ((تاسې دا خبره وکړئ چې په ایین کې دې د بنیادي انساني حقونو سرغړونه د قامي سلامنۍ په نوم تر هغه تعریف لاندې نه کېږي چې سیکیورټي ریاست کړې دی، نو تاسې د امریکا اېجنټ یاست.))

((که تاسې ووایاست چې په بلوچستان کې د سیکیورټي اېجنسیانو لخوا له بشري حقونو سر غړونه هم هسې د غندنې وړ ده لکه چې د بلوڅ مزاحمت کوونکو له لوري د پنجابي اباد کارو د نسل کشۍ دی، نو تاسې د امریکا اېجنټ یاست.))

د لیکوال په وینا، که تاسې دا خبره وکړئ چې د پاکستان د بهرنیو چارو تګلاره دې یواځې او یواځې پوځیان نه جوړوي نو تاسې د امریکا اېجنټ یاست.

د فرایډې ټایمز مجلې لیکوال نجم سېټي د دې تر څنګ نورې خبرې هم لیکي چې د ده په وینا د امریکا د اېجنټ کېدو په زمرې کې راځي، خو لیکوال وايي، عجبه دا ده چې په تېرو ۶۰ کالونو کې تر ټولو زیاته امریکايي مرسته پاکستاني پوځ تر لاسه کړې ده.
بله عجبه دا ده چې په پاکستان کې ټولې پوځي کودتاو ته قانوني او سیاسي ملاتړ له امریکا اخیستل شوی دی.

د نجم سېټي په خبره، عجبه دا ده چې د ولسي حکومت پرتله پوځ له امریکا سره زیاتې دفاعي معاهدې او تړونونه لاسلیک کړي دي.


لیکوال پر مخ کاږي، عجبه خبره دا ده چې د پاکستان پوځ په ۱۹۸۰مه لسیزه کې په افغانستان کې د امریکا ملګرتیا کړې وه، د ترهګرۍ ضد په جګړه کې یې د پاکستان فضا او هوايي اډې په ټېکه ورکړې وې او دا ډول په تېرو ۶۰ کالونو کې یې خپل په سلګونه پوځي افسران د تربیې او تعلیم لپاره امریکا ته استولي دي.

د فرایډې ټایمز لیکوال وايي چې تر ټولو عجبه خبره خو دا ده چې هغه لېبرل (ازاد خیاله)، ترقي پسنده، او سامراج مخالفه پاکستانیانو باندې د ریاست سیکیورټي اېجنسیانو او غیر ریاستي مذهبي عناصر او جهادي ډلې د امریکايي اېجنټ ټاپه لګوي چې په درېیمه نړۍ کې یې د امریکايي پوځ د مداخلتونو پر ضد احتجاج کړی وو. او دا په داسې حال کې ده چې دوی له امریکا پیسې او وسله اخیستې، او د امریکا لپاره یې ځانونه په داو لګوي.
XS
SM
MD
LG