د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: ښځو ته په جایداد کې د برخې قانون منظور


غلام غوث، مشال راډیو

پېښور - په پاکستان کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ یو قانون منظور کړی دی چې تر مخې به یې د صوبې عدالتونه هغو کسانو ته د پینځه کاله بند او ۵۰ زره پاکستانیو روپیو سزا اوروي چې د کورنۍ ښځو ته په جایداد کې برخه نه ورکوي.

دا قانوني بل اسمبلۍ ته د پاکستان پیپلز ګوند غړې نور سحر وړاندې کړی وو چې د پنجشنبې (د جنورۍ پینځمه) په ماښام اسمبلۍ په متفقه توګه منظور کړ.

په دې ترځ کې د قانون صوبايي وزیر بیرسټر ارشد عبد الله مشال راډیو ته د هغو خلکو د سزا په اړه وویل چې ښځو ته په جایداد کې برخه نه ورکوي.

ده وویل، د نوي قانون تر مخې ښځو ته باید په جایداد کې هومره برخه ورکړل شي چې د اسلام مذهب ټاکلې ده.

ارشد عبد الله وویل، د دې قانون تر عملي کېدو وروسته به اوس ښځې د خپل حق غوښتنه کولای شي.

پر دې مهال، نور سحر مشال راډیو ته وویل، د قانون له منظورۍ سره به اوس د پښتونخوا عدالتونه د دې پابند وي چې د شپږو میاشتو دننه د ښځو لخوا د جایداد په اړه غوښتنلیکونه فیصله کړي.

تر دې وروسته، نور سحر د دې قانون د منظورۍ په خوشالۍ کې خواږه هم وویشل.
XS
SM
MD
LG