د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره د سولې خبرې


امریکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ وايي د سه شنبې په ورځ د سپني ماڼۍ وياندې وکټوريا نولينډ له افغان طالبانو سره د خبرو پيلولو په اړه يو داسې دريځ خپل کړی چې ښکاري امريکا لږ ځان په واټن کې ساتي.

دې ويلي وو په قطر کې د طالبانو د دفتر جوړولو په اړه يې رپورټونه ليدلي دي یعني د ورځپاڼی په وينا معنی دا شوه چې ګواکې دا ويل غواړي چې خبري اتري به د افغان حکومت په مشري کې کېږي.

خو واشنګټن پوسټ وايي حقیقت دا دی د طالبانو د قطر د دفتر د خلاصولو کار د اوباما انتظاميې له طالبانو سره د پټو خبرو اترو په رڼا کې شوی او په افغان ولسمشر حامد کرزي دا خبره منل شوې ده.

ورځپاڼه وايي له خبر اترو سره دا خطرتړل شوی دی چې دا به د افغان حکومت د ګټو او په افغانستان کی د تل پاتې سولي پر ځای د اوباما انتظاميې چې غواړي خپل پوځيان له افغانستان ژر تر ژره وباسي، لنډ مهاله ګټي پر ځای کړي.

واشنګټن پوسټ وايي غالب امکان دی چې د خبرو اترو د مينځ ټکی به اعتماد سازي رامينځ کول وي چې د پوځ په ايستلو کې به کومک وکړي او د اوربند سيمي به معلومي کړي خو دلته ورځپاڼه پوښتنه راپورته کوي چې آيا اوباما انتظاميه به هغه وخت د افغان حکومت تر شا ودريږي کله چې طالبان چې تمه ځینې کېدای شي د جمهوريت له منلو او ښځو ته د حق له ورکولو انکار وکړي.

دلته ورځپاڼه بيا وايي په داسي حالاتو کې د حامد کرزي پريشانياني پر ځای ښکاري.

بلخوا کرسچن سائنس مانيټر د ليکوال اليګزنډر بيرالډ مقاله خپره کړې چې وايي په افغانستان کې د امریکايي پوځ شتون په منطقه کې د امريکا په ګټه دی.

نوموړی وايي که چرته له افغانستان پوځ راوایستل شي نو دا به ددې هيواده بهر په مرکزي ايشياء کې هم د امريکا جغرافيايې او کاروباري ګټو ته زيان ورسوي.

ليکوال وايي مرکزي ايشياء پر داسي ځای پرته ده چې راپورته کېدونکې او د يو بل مخالفه مهم هيوادونه لکه چين او هند او بلخوا خطره رامينځ ته کوونکې هيوادونه پاکستان او ايران پراته دي. ددې ترڅنګ په دې سيمه کې د تيلو ، ګيسو او نورو معدني وسائلو دومري لويې زيرمي پرتي دي چې د نړيوال کاروبار لپاره ډير اهميت لري.

اليګزنډر بيرالډ وايي چين او روس په کاميابي سره د مرکزي ايشياء و غربي هيوادونو ته د خلاصيدو مخه نيولي ده. دده په وينا اوس مهال په مرکزي ايشياء کې د امريکا شتون ډير کم دی.

ليکوال وايي که امریکايي پوځ په افغانستان کې شتون ولري نو په داسي سيمه کې استخباراتي معلومات راټولولی او د ترهګری مخه نيولی شي چرته چې پر پوله پاکستان، چين او ايران پراته دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG