د لاسرسي ځای

تازه خبر

وړه نګهته په ښوونځي کې د تربګنۍ ښکار شوه


د سوات نګهته
د سوات نګهته
نيازاحمدخان - سوات

دسوات له مرکز مينګورې نژدې ۴۵ کلوميټره لرې دشين کټ سیمې يو اوسيدونکی سربلندخان وايي چې دهغه اته کلنه ماشومه لور چې په دویم جومات کې یې سبک ویلو، دکلي يوه تن شاه دوران چې سرکاري سکول ته یې خپله ځمکه ورکړې،د کورنۍ دښمنۍ له کبله د خپل اثر په زور له سکول ویستې ده.او د سکول په انتظامییه یې د ماشومې انجلۍ پر سرټیفیکېټ دا هم لیکلي چې د هغې کړه وړه ښه نه وو.

د وړې نګهتې سکول سرټیفیکېټ چې ورباندې لیکل شوي د هغې کړه وړه ښه نه دي
د وړې نګهتې سکول سرټیفیکېټ چې ورباندې لیکل شوي د هغې کړه وړه ښه نه دي
سربلند خان ادعا کوي چې شادوران وړاندې ددغه سکول چوکیدار وو او اوس پټواري دی له دوی سره کورنۍ تربګني لري.ده له حکومته د انصاف غوښتنه کړې.او دده په خبره پټواري شاه دروان په سرکاري کارونو کې لاسوهنه کوي.

دی زیاتوي له دې وجې یې نورې ماشومانې هم سکول ته نه ځي.

ماشومه نګهت هم وايي، چې شاه دروان د دوی جومات ته راغلی دسکول ملګرو مې شکايت کړې وو،هغه اول ووهلم او بيا يې سبا له سکوله ووېستلم.٬٬

د دغه سکول مشره استاده شازيه وايي چې سرټيفيکيټ د هغې په غير موجودګي کې جاري کړل شوی دی اودوی ترې خبر نه دي .دا وایی چې دوه ورځې په رخصتي وه چې نګهت ته سرتيفیکېټ جاري کېدی.

د سوات ضلعې ډي سي اوکامران رحمان له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې ددغه پېښې د پلټنې حکم یې جاري کړی دی.

خو شاه دوران وايي پر هغه لګېدلي تورونه بې ځایه دي او په سرکاري کارونو کې هیڅ ډول مداخله نه کوي.دده په خبره انجلۍ ته سرټیفیکېټ د سکول هېډ ماسترې جاري کړی دی.

که څه هم ددغه پېښې پلټنه کېږي خو له لاسه یې د یوې کورنۍ درې ماشومانې سکول ته له تلو پاته شوې دي.
XS
SM
MD
LG