د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د ایف سي ۱۵ برمته شوي سرتېري ووژل


طالبانو پروسږ کال(۲۰۱۱) په جولايي کې هم په دیر کې د فرنټیر کانسټیبلري ۱۳ سرتېري ډېر په وحشت سره ووژل .
طالبانو پروسږ کال(۲۰۱۱) په جولايي کې هم په دیر کې د فرنټیر کانسټیبلري ۱۳ سرتېري ډېر په وحشت سره ووژل .
تحریکې طالبان پاکستان د فرنټیر کانسټیبلرۍ هغه ۱۵ سرتېري وژلي دي چې پروسږ کال د ډیسمبر د ۲۲مې او ۲۳مې نېټې په منځنۍ شپه یې د ټانک ملازۍ سیمې نه تېښتولي وو. د پښتونخوا په مرکز پېښور کې د فرنټیېر کانسټیبلري یو چارواکي او په ډېره اسماعیل خان کې د خفییه ادارې یو کارکونکي د پېښې پخلی کړی دی.


په هنګو کې د ایف سي کمانډېنټ علي شېر مسود پر ټیلفون له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې وژل شوي سرتېري یې د سپین ټل په کبلخېله میامه سیمه کې غورځولي دي.

د طالبانو یو ویاند ویلي چې دا سرتېري دوی وژلي دي.او د اورکزۍ اېجنسۍ په سپین ټل سیمه کې یې غورځولي دي. دده په خبره چې شورو /چارشنبې په ماځیګر یې وژلي دي.هغه وايي دا یې د خپلو هغو طالبانو بدل اخیستی چې څو ورځې وړاندې په لنډی کوتل کې د پاکستانیو عسکرو په عملیاتو کې وژل شوي وو.


د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين د دې پيښې د غندنې ترڅنګ وويل. که د ترهګر و دا خیال وي چې په دغه ډول وژنو سره به موږ ووېرېږوونو دوی دې دا واوري چې موږ هیڅکله نه ډارېږو او د دهشتګردو خلاف به مو جنګ روان وي.

طالبانو پروسږ کال (۲۰۱۱) په جولايي میاشت کې د پښتونخوا په دیر کې د فرنټیر کانسټیبلري ۱۳ سرتېري له تېښتولو وروسته په ډزو ووژل.

بلخوا دبلوچستان په کوټه کي د ملیشه ځواکونو له خوا په بیان کې ویل شوي چې تیره ورځ د ږوب په مرغه کبزيي سیمه کې وسله والو په ملیشه ځواکونو هغه مهال ډزي وکړې چي دوی د مشکوکه کسانو په لټه کې وو.

بیان زیاتوي په ځوابي ډزو کې پنځه وسله وال وژل شوي او دوه د ملیشه ځواکونو سرتیري ټپيان شويدي.

امنيتي چارواکو په سيمه کي د مشال خبر يال ته وييلي دي چې تر دا مهال د دغو وژل شوو پيژند ګلو نه ده شوې.
XS
SM
MD
LG