د لاسرسي ځای

تازه خبر

سندرغاړی رسول باچا مړ شو


سندرغاړی رسول باچا
سندرغاړی رسول باچا
دپښتو ژبې پيزندل شوی سندرغاړی رسول باچا بیګا شپه د اسلام اباد په پمز روغتون کې سا ورکړه. دده عمر پنځه پنځوس کاله و. دده تعلق د خیبر پښتونخوا د بنو سیمې د ( ککي پیرخیل کلي ) سره و او دتیرو شلو کلونو راهیسې یې د پښتو موسیقۍ خدمت کولو.

نوموړي د تیرې یوې میاشتې راهیسې د ورپېښې ناروغي له امله داسلام اباد په پمز روغتون کې داخل کړی شوی و. دده مړی د اسلام اباد نه بنو ته لیږدول شوی او هم نن به هلته خاورو ته وسپارل شي.

رسول باچا دپېښور راديو ، ټيلي ویژن، نشترهال او میوزیک سنټرونو لپاره په زرګونو سندرې ریکارډ کړي چې خیني یې ډیرې مشهورې شوي. کرمې ته مه ځه په ما ګرانه خطرې خطرې دي. داد رسول باچا دمشهورو سندرو څخه یوه ده.

د رسول باچا یو مشهوره سندره کورمې ته مه ځه


http://www.youtube.com/watch?v=v7fPvOJBdpY&feature=related
XS
SM
MD
LG