د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې پر عام ولس یو بل خونړی برید شوی


د افغانستان په ښاري سیمو کې له ځانمرګو بریدونو اکثره ماشومانو ته هم زیاته مرګ ژوبله اوړي.
د افغانستان په ښاري سیمو کې له ځانمرګو بریدونو اکثره ماشومانو ته هم زیاته مرګ ژوبله اوړي.
سید شاه سقیم- کندهار

په کندهار کې تېره شپه يو بل ځانمرګى بريد هم شوى دى چې له امله يې د ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر عام وګړي مړه او ټپيان شوي دي.

ځانمرګي بريد تېره ماخوستن د اوو بجو په شاو خوا کې د کندهار ښار مدد څلورلارې ته څېرمه شوى دى چې له امله يې اته تنه وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.

چارواکي وايي چې تر بريد مخکې چاودنه شوې او د پېښې ځاى ته د پوليسو او خلکو تر ورتګ وروسته يو تن ځانمرګي بريد کوونکي هم پسې ځان چوولى دى.

د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي مشال راډيو ته وويل ځانمرګى بريد کوونکى په چاوېدونکيو توکو بآر په يو زرنج ډوله رکشه کې سپور وو.

(( په لومړي سر کې د کپتان مدد خان چوک شمال طرف ته يوه کوچنۍ چاودنه شوې وه، دا د وسله والو يو تاکتيک وو . کله چې پوليس او عام وګړي د پېښې ځاى ته ورغلي نو په يو زرنج کې سپور ځانمرګي هلته ځان الوزلى چې له امله يې اته تنه وژل شوي او شپاړس ټپيان شوي دي. په ټپيانو کې لس عام وګړي او شپږ تنه پوليس شامل دي. په وژلو شويو کسانو کې هم پوليس او عام وګړي شته ))

تېره ورځ د کندهار په چوڼۍ سيمه کې هم ځانمرګى بريد شوى وو چې زيات قربانيان يې عام وګړي او ماشومان وو .

د تېرې ورځې د ځانمرګي بريد مسوليت وسله والو طالبانو منلى وو د اوسنی هغې پړه لا چا په غاړه نه ده اخیستې خو په افغانستان کې تل ددغه بریدونو پړه وسله وال طالبان پر غاړه اخلي.
XS
SM
MD
LG