د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار پوهنتون کې اصلاحات رامنځته کيږي



بازمحمد عابد مشال ريډيو

جلال اباد: په ننګرهار کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو سيمه ييز دفترله اړخه د ننګرهار پوهنتون د اداري او خدماتي پرسونل د ريفورم کولو په خاطر ازموينه پيل شوه.

په دې ازموينه کې د پوهنتون د اداري او خدماتي پرسونل نه علاوه هغه ښځينه او نارينه ځوانان هم شامل کړى شوي چې بيلابيلو پوستونو کې به د ازادوسياليو له لارې په کار ګمارل کيږي.

د ازموينې پر مهال د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال وويل چې د ريفورم پروسې له لارې يوې ادارې ته کارپوه کسان ټاکل کيږي چې له امله به يې په اداره کې شفافيت رامنځته شي.
(( د ټول ننګرهار په کچه که دوه درې ادارې لکه د کډوالو او معلولينو رياست، ښاروالي او يا کومه بله اداره پاتې وي، نورې ټولې ادارې ريفورم شوي. نن د ننګرهار پوهنتون د اداري او خدماتي پرسونل له پاره دغه لړۍ پيل شوه. زموږ هيله او ارزو دا ده چې په شفاف ډول تر سره شي. دغه کوم پوستونه چې د ازادې سياليو له لارې اعلان شوي، موږ کوشش کوو چې ټول کسان د خپل استعداد او وړتيا له لارې استخدام شي.))

دا چې د ريفورم پروسه به څومره شفافيت ولري، دا پوښتنه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د سيمه ييز دفتر مشره نفيسه منصف دا رنګه ځوابوي.
(( زه خپله د ريفورم د پروسې په حقله تاسو ته اسناد او شواهد ښودلى شم چې په شفافه توګه تر سره شوي او ماته دا پروسه صادقانه ښکاري. د پروسې د شفافيت د پاره موږ دا هر څه د يوې کميټې له لارې کوو. د اصلاحاتو پروسه چې د ازادې سيالى له لارې ټاکنې په کې شاملې دي، په دې کميټه کې د ولايتي شورا، د ولايت مقام ، د ښځينه چارورياست او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون استازي په ګډه له دې پروسې نه نظارت کوي))

د ننګرهار پوهنتون ريس محمد صابر مومند وايي چې د ريفورم وروسته به د دوى اداري او خدماتي کارکنان په معاش خودکفا وي چې له امله به يې په اداري او خدماتي چارو کې ډير پرمختګ وشي.
(( دا زموږ له پاره يو ډير ښه زيرى دى، ځکه چې زموږ د ځينو مامورينو په تنخواګانو ګوزاره نه کيده، هغوى مجبوره وو چې د دولتي کار تر څنګ يا ټکسي وچلوي او يا کوم بل کار وکړي. له ريفورم وروسته به د دوۍ معاشونه يا تنخواګانې دوه برابره شي چې دوى به وکولاى شي چې خپله ټوله انرژي په دولتي چوکاټ کې مصرف کړي.

ياده دې وي چې په افغانستان کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د بن په لومړي کنفرانس کې تصويب شوى او د اساسي قانون د پنځوسمې مادې دويمې فقرې په اساس ايجاد شوي او دا مسووليت لري چې په اداراتو کې د ريفورم پروسه رهبري کړي، څارنه يې وکړي او تطبيق يې کړي چې له امله به يې په ازموينه کې برياليو اشخاصو ته کافي معاش ورکول کيږي.
XS
SM
MD
LG