د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوهاند صديق الله رښتين ياد تازه شو


استاد حبيب الله رفيع
استاد حبيب الله رفيع

بازمحمد عابد مشال ريډيو

جلال اباد: د پښتو ادب پنځم ستوري صديق الله رښتين ديارلسم تلين ياد په جلال آباد کې د يوه ورځينې سيمينار په ترڅ کې د جنورۍ په لومړۍ نيټه تازه شو. په دې سيمينار کې د کابل پوهنتون يو شمير استادانو، د علومو اکاډمى غړو او د افغانستان په ختيځ کې ميشتو فرهنګيانو او ليکوالو په کې ګډون کړى و. دا سيمينار د ننګرهار پوهنتون او د اطلاعات او فرهنګ رياست په ګډه جوړ کړى و چې بيلا بيلو ليکوالو په کې د ارواښاد په ژوند او فن مقالې واورولې.

د ننګرهار د اطلاعات او کلتور ريس اورنګ صميم د پوهاند رښتين په څير شخصيتونو يادول د اطلاعات او فرهنګ رياست ذمه واري ګڼي:

(( پوهاند صديق الله رښتين يوه علمي اکاډمي وه. د دغسې شخصيتونو يادول د اطلاعات او فرهنګ رياست مکلفيت دى، په همدغه موخه نن موږ دغه سيمينارجوړ کړى او غواړو چې د پوهانو له نظرياتو، د دوۍ له اندونو او د دوۍ د شخصي مطالعاتو چې په دې سيمينار کې به يې وړاندې کوي، خبر شو او هم به دغه مقالې د يوه کتاب په بڼه خپروو چې زموږ ځوانان او محصلين به ترې بيا د يوه ماخذ په توګه استفاده کوي.))

ليکوال او مشر ژورنالست محمد حسن ولسمل په خپلو خبرو کې وويل چې پوهاند رښتين په داسې وخت کې د پښتو مشال بل ګرځولى چې بريښنايي اسانتياوې نه وې:
(( د ديموکراسى په لسيزه کې چې ما اخبار چلولو نو دى زما قلمي همکار و. ده په ډير تياره وخت کې د پښتون ولس لپاره غږ پورته کړى دى، چې هغه نه د انټرنيټ دنيا وه، نه د کمپيوټر دنيا وه او تر دې چې ټيلفونونو هم چا نه پيژندل . اويا اتيا کاله مخکې دې خلکو شروع وکړله او پښتون قام يې راژوندى کړو.))

استاد حبيب الله رفيع وويل چې پوهاند رښتين د د ادبي څيړنو او پښتو ګرامر تر څنګ هنري نثر ته هم پام اړولى و:

(( پوهاند صديق الله رښتين له هغو پنځو ستورو څخه و چې په ډير حساس وخت کې يې د پښتو ادب خدمت ته ملا وتړله. او دې پنځو ستورو پښتو ادب ته هر ډول اثار چې ورته ضرورت و رامنځته کړل. د ګرامر او ادب په څيړنو کې يې ډير خدمت کړى او علاوه له دې نه ادبي نثرونه يې ډير ښکلي ليکلي دي، سفر نامې يې په هنري نثر ليکلي دي او په عين حال کې يې ادبي څيړنې په هنري نثر کړي دي چې دا د ده يوه ځانګړنه وه.))

شاعر او ليکوال عصنت قانع وايي چې پوهاند رښتين پښتو ژبې ته قواعد او چوکاټونه جوړکړل:
(( رښتين صاحب ملي ژبې پښتو ته قواعد جوړل کړل، ګرامر يې ورته جوړ کړو او بنسټونه يې ورته کيښودل. او د دې ملت د ملي هويت په ترسيم کې يې ډير ستر رول ادا کړو. چې موږ ته د يوه مشال حيثيت لري او موږ به پرې عمل کوو.))

پوهاند رښتين په ١٢٩٨ لمريز کال دې فانې نړى ته سترګې غړولي وې او په ١٣٧٧ کال وفات شو چې په خپل ژوند کې يې پښتو ادب ته نه هيريدونکي خدمتونه تر سره کړي دي.
پوهاند رښتين د ننګرهار په نجم المدارس کې خپلې لومړنى زده کړې پيل کړى وې او بيا يې کابل کې عربي دارالعلوم ولوست.
پوهاند رښتين په خپل وخت کې د کابل پوهنتون استاد پاتى شوى، د پښتو ټولنې مشري يې هم کړې، د بيلا بيلو مجلې او ورځپاڼې يې چلولې وې او د اطلاعات او فرهنګ او پوهنې وزارتونو په چوکاټ کې يې بيلابيلې دندې تر سره کړې وې.
د خپل ژوند په اوږدو کې يې د پښتو ادب په بيلا بيلو اړخونو اتيا کتابونه ليکلي چې ٦٩ يې خپاره شوي او ١١ يې ناچاپه پراته دي.
XS
SM
MD
LG