د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر اوباما د پاکستان مرستې کنګل کړې


د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امريکا ولسمشر د دې هيواد پر دفاعي بجټ له لاسلیک کولو سره د پاکستان لپاره د ۷۰۰ ميليونه ډالرو مرستې کنګل کړي دي.

باراک اوباما د امريکا د دفاعي لګښتونو په بيل له لاسلیک کولو سره دا د قانون برخه وګرځوله . د ایسو شيټيډ پريس خبرې اژانس په وينا د دې قانون یوه برخه کې ويل شوي تر هغو چې پاکستان د چاوديدودونکو توکو پر ضد څرګنده ستراتيژي وړاندې نه کړي، نو دا مرستې به ځنډيدلي وي.
دغه وړانديز په سينيټ کې شوی وو.

د دې ترڅنګ د دې نوي قانون ترمخه به د ايران په مرکزي بينک هم بنديزونه ولګېږي. دا ګام ددې لپاره اخیستل شوی چې ايران له خپل لانجمن ايټمي پروګرامه راوګرځوي. غربي هيوادونه وايي چې ايران غواړي ايټم بم جوړ کړي خو ايران خپل ايټمي پروګرام سوله ييز ګڼي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG