د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روزګان کې دوه ځانمرګو ځان الوزولی دی


سید شاه سقیم، مشال راډیو

ترینکوټ - د افغانستان کې په روزګان ولايت کې تېر ماښام دوه تنه ځانمرګي بريد کوونکي چې غوښتل يې ځانونه په ښار کې ځانونه والوزوي هدف ته تر رسېدو وړاندې چاودېدلي دي .

د روزګان ولايت دولتي چارواکي وايي چې دواړه ځآنمرګي په موټر سايکل سپاره وو او غوښتل يې چې په ترينکوټ کې په کورنيو او بهرنيو سرتېرو ځانمرګي بريدونه وکړي خو پوليسو اړ کړل چې هدف ته تر رسېدو وړاندې ځانونه والوزوي.

د روزګان ولايت د امنيه قومندانۍ وياند فريد عايل مشال راډيو ته وويل چې دوى وړاندې لا خبر وو چې دوه تنه ځانمرګي ښآر ته ننوتي او غواړي ځانونه ولوزوي ځکه خو پوليس ورته وار له مخه تيار وو او تر پېژندلو وروسته ښآر ته د دوى د ننوتو مخه ونيوه .

دى وايي په موټر سايکل سپاره دواړه ځانمرګي چاودېدلي او چاته پکې ځاني زيان نه د ى اوښتى .

((دوو نفرو ځانمرګو غوښتل چې د ترينکوټ بازار ته داخل شي خو مونږ ته تر مخه لا اطلاع رسېدلې وه . مونږ تيار وو ، دوى په موټر سايکل سپاره وو پوليسو ورته د درېدو وويل خو دوى ونه درېدل وروسته پوليسو غوښتل دوى ژوندي ونيسي خو دوى ځانونه والوزول.))

تر اوسه پورې د دولت مخالفو وسله والو لا په دې اړه څۀ نه دي ويلي .

تېره ورځ په روزګان ولايت کې د سړک د غاړې د يو ځاى پر ځاى شوي ماين د چاوېدو له امله څلور تنه عام وګړي هم وژل شوي او يو بل ژوبل شوى وو.
XS
SM
MD
LG