د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښین کې وسله وال تښتوونکي وژل شوي


تر پېښې وروسته پولیس او د لیوي امنیتي ځواک سر تېري یو ځای شوي دي
تر پېښې وروسته پولیس او د لیوي امنیتي ځواک سر تېري یو ځای شوي دي
خدای نور ناصر، مشال راډیو

پښین - له پښين سیمې څخه د جمعې په ورځ (د ډیسمبر ۳۰ مه) وسله والو کسانو د يوه ډاکټر په شمول د څلورو تنو د تښتوولو هڅه وکړه.

د سیمي د لیوي امنیتي ځواک چارواکو مشال ته وویل وسله والو کسانو د پښين له کلي کربلا څخه له يوه ځایه درې کارکوونکي او له بله ځايه بیا يوه کارکوونکي وتښتول او د برشور پر لور يې مخه وکړه.

کله چې تښتوونکي د برشور تور مرغه سیمې ته رسېدل نو لیویزو يې مخه ونیوله. ډزي يې پرې وکړې او د عامې روغتیا د ادارې کارکوونکي يې روغ رمټ ازاد کړل.

د پېښي پر ځاي د بلوچستان د کورنیو چارو سیکرتر نصیب الله بازيي مشال ته وویل: ((کله چې دا کارکوونکي له کربلا څخه وتښتوول شول نو ډپټي کمشنر، دپولیسو مشر، او اسسټنټ کمشنر او د دوي نورو غړيو وسله وال کسان دلته په دې سیمه کي په ګېره کي واخیستل. اوهم دلته د دوی تر منځ ډزې وشوې، دوو تښتوونکيو په خپله خپل ځانونه ووژل ، درې نور د لیویزو په ډزو کي ووژل شول. او يو مو ژوندی نیولی دی.))

د پېښي په ځاې کې د پولیسو يو تن شریف الله چې د ده ورور هم د صحت څانګې کارکوونکی دی، او د تښتوونکیو له منګولو څخه يې ژغورلی، مشال راډيو ته د دې پېښي مالومات داسي ورکړل:

((زه په پولیسو کې کار کوم. زما ورور ډسپینسر دی. سهار مهال دې کسانو زما له ورور سره دوه نور ملګري او يوه ښځينه کارکوونکې له دوو کلیو څخه راپورته کړې وه. ماته په سیټ باندې میسیج راغی چې داسې کسان تښتول شويدي. موږ پسې راغلو او دلته مو ونیوه. دوو خپل ځانونه والوزول. درې موږ ووژل او يو مو ژوندی ونیوه.))

له دې سره چې د لیویزو ځينې کسانو د نوم نه ښودو په شرط وویل تښتوونکي طالبان دي او یا هم د هغوي ملاتړ کوونکي دي.

د سیمي يوه اوسېدونکي هم له مشال سره همدا خبري تکرار کړې.

(( زما نوم منورخان دی. د دې سیمې اوسېدونکی یم. تښتوونکي له شکل، جامو او مقابلې څخه روزل شوي ترهګر ښکارېده. موږ د سیمي لیویزو دا داد ورکوو چې دا کسان يې وژغورل.))

بلي خوا ته د لیویزو تحصیلدار محمد انور بیا د پښين په سول روغتون کي مشال ته د وژل شویو شناختي کارډونه ښکاره کړه او ويې ویل د دوي تعلق له شمالي وزیرستان سره دی.

یاد تحصیلدار زیاتوي نیول شوی یو تښتوونکی له امنیتي ادارو سره دی چې دده په خبره ورڅخه پوښتني رواني دي.د یادولو وړ ده چې له پښين سیمې څخه همداسې پېښي تر دې مخکې هم شوې دي، چې د سرچینو په وینا تښتوونکي کسان شمالي وزیرستان ته يوسي، او د پیسو تر ورکولو وروسته يې بیا خوشي کړي.

د سرچینو پر اساس دوې میاشتي له مخه له دې سیمي څخه تښتوول شوي د اې ار سي يا افغان ریفیوجیز کمېټۍ کارکوونکي تښتول شوي ول، چې بیا يې د نهه کروړه پاکستانیو روپيو تر ورکولو وروسته خوشې کړل.
XS
SM
MD
LG