نیاز موسا خېل، مشال راډیو
کوټه - د بلوچستان په مرکز کوټه کې تر بمي چاودنې وروسته د وژل شویو شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی.
چارواکي وايي، پېښه د جمعې په ماښام (د ډیسمبر ۳۰مه) د ارباب کرم خان پر سړک شوې ده.
په دې پېښه کې ۳۰ کسان ټپي شوي هم دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو د ادارې سېکرتر نصیب الله بازيي مشال راډیو ته وویل: ((پېښه د پخواني وفاقي وزیر میر نصیر مېنګل د زوی میر شفیق مېنګل له کور سره شوې ده. یو بم له دې کور سره په یوه ولاړ ګاډي کې ایښودل شوی وو چې د زوروې چاودنې پر مهال وچاودېده.))
نصیب الله زیاتوي، د پېښې پړه ((یوې وسله والې)) ډلې پر غاړه اخیستې او داسې ښکاري دا ((څه قبایلي او سیاسي)) اړخ لري.
په دې پېښه کې د پخواني وفاقي وزیر د کورنۍ غړو ته د زیان څه رپورټ نشته.
د سېول سنډیمن روغتون یوه مشر ډاکتر رشید جمالي وايي، د دوی روغتون ته ۲۲ ټپیان او د یوه ۱۴ کالن ماشوم مړی راوړل شوی دی.
د ده په خبره، نور ټپیان او مړي پوځي روغتون ته وړل شوي دي.
هلته د بلوڅ لېبرېشن ارمي (د بلوڅانو د ازادۍ پوځ) په نوم خپلواکي غوښتونکې ملتپالې ډلې یوه ویاند میرک بلوڅ رسنیو ته ویلي دا کار دوی کړی دی او دا یو ځانمرګی برید وو.
میرک وايي، دا برید د مجید برېګېډ په نوم د دوی د ډلې څانګې تر سره کړی دی.
خو حکومت دا پخلی نه دی کړی چې دا ځانمرګی برید وو.