د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښځو ته په وراثت کې د برخې ورکولو قانون


خالد خان، مشال راډیو

پېښور - د پاکستان د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ كې مېرمنو ته د پلار، وروڼو او خاوند په مال او جايداد كې د قانوني او شرعي برخې وركولو لپاره يوه قانوني مسوده وړاندې شوه.

د دې مسودې وړاندې کوونکې او له سواته د پاکستان پيپلز ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړې نور سحر مشال راډیو ته وویل چې د دې مسودې له لارې غواړي ښځو ته د میراث حق نه ورکوونکو لپاره يوه سزا وټاکل شي او په عدالتونو کې ورته زر تر زره حقونه ورکړل شي.


د خیبر پښتونوخوا حکومت د دې مسودې ستاینه او ملاتړ کړی دی.

په دې مسودې کې لیکل شوي، هره ښځه چې په جایداد یا میراث کې برخه غواړي عدالت ته لاړه شي او عدالت به مجبوره وي چې په دې اړه پرېکړه وکړي.

په مسوده کې دا هم لیکل شوي چې هغه کسان چې د کورنۍ ښځو ته په وراثت کې برخه نه ورکوي نو د قانون تر مخې به ورته د پینځه کاله د بند یا د ۵۰ زره پاکستانیو روپیو د جرمانې سزا ورکول کېږي.

نور سحر له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، د مسودې تر مخې باید عدالت د داسې معاملو فیصله په شپږو میاشتو کې وشي.

د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر ارشد عبدالله مشال راډیو ته وویل، هیله من دی چې د اسمبلۍ په بله غونډه کې به دا مسوده منظوره شي.
XS
SM
MD
LG