د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د طالبانو د قطر دفتر به سیاسي هلې ځلې نه کوي"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول
بشير ګواښ - پراګ

افغان حکومت وايي چې د روغې جوړې د بهير د ښه پرمختګ لپاره په قطر کې د طالب وسله والو لپاره د دفتر منلو ته تيار دي.پخوا دوی په قطر کې د طالبانو د دفتر سره مخالفت ښودلی وو. د افغان حکومت دا نوی دريځ د افغانستان د بهرنيوو چارو وزير زلمي رسول په کابل کې د خبريالانو سره په خبرو کې څرګند کړ.

د افغانستان د بهرنيوو چارو وزارت په قطر کې د طالبانو لپاره د يو دفتر د پرانيستلو خبرې سره هوکړه کړي.

د افغانستان د بهرنيوو چارو وزير زلمی رسول وايي چې دا دفتر به د طالبانو د سياسي هلو ځلو په مانا نه وي بلکې د ملاقاتونو د اسانه کولو لپاره به ترې کار اخيستل کيږي: ((دا دفتر به د طالبانو لپاره د سياسي ځای په مانا نه وي بلکې د هغوی سره د ملاقاتونو د يو ځای په توګه به وي. د دغسي ځای لپاره زموږ ترجيح اوس هم ترکيه يا سعودي عرب دی. دا خبره واضحه ده.))

د دې مياشتې په پيل کې داسې خبرونه راغلي وو چې قطر د وسله والو طالبانو لپاره د يو دفتر په ورکولو سلا شوی چې د افغانستان حکومت د دغه کار سره مخالفت ښودلی وو او دليل يې دا وړاندې کړی وو چې د دوی سره په دې اړه مشوره نه ده شوي. پرون افغان ولسمشر حامد کرزي هم ويلي وو چې که څه هم دوی د طالبانو د دفتر لپاره ترکيې يا سعودي عرب ته ترجيح ورکوي خو که طالبان په قطر کې دفتر غواړي، نو دې ته هم تيار دي.

د افغانستان د بهرنيوو چارو وزير زلمي رسول همداراز خبريالانو سره په خبرو کې وويل د شپې له خوا د ناټو د عملياتو د نه کولو په اړه د امريکا سره خبرې کوي. هغه زياتوي. ((مونږ غواړو د امريکا سره سټريټيژيک تړون لاسليک کړو خو د دې کار لپاره ځينې شرطونه دي چې پکې يو هم د شپې د عملياتو خبره ده. موږ په دې اړه د امريکا سره خبرو ته دوام ورکوو.))

له دې وړاندې افغان حکومت ويلي وو چې که ناټو په افغانستان کې د شپې عمليات بند نه کړي نو کيدای شي د امريکا سره د ستراتيزيک تړون پر لاسلیک کولو اغيز وکړي او دا کار وځنډيږي. بل خوا ناټو ويلي چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د شپې عمليات مهم دي خو دوی به د شپې په چاپو کې د افغان ځواکونو ونډه ډيروي.
XS
SM
MD
LG