د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان کډوالو په اړه د م.م تګلاره غلطه وه


بشير ګواښ – مشال ریډيو پراګ


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (UNHCR) وايي چې په دې هيواد کې يې د کډوالو لپاره سټريتيجي غلطه وه او له ۲۰۰۲ کال راهيسې يوازې څه د پاسه پنځه ميلينه کډوال بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي چې پرمختيايي پروژو ته لاس رسی نه لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې په افغانستان کې د ۲۰۰۲ کال راهيسې د کډوالۍ په اړه ستراتيژي يې ډيره لويه غلطي وه.

د دې ادارې وياند نادر فرهاد مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل چې د دوی دفتر نه دی توانيدلی چې بیرته ستنو شوو کډوالو ته د کار زمينه برابر کړي او يا هم ورته پرمختيايي پروژې ولري.

هغه وايي: ((يو، این، ايچ سي، آر د پرمختيايي پروژو په تمه وو چې بيرته راستنيدونکو کډوال په خيلو سيمه کې جذب کړي. تاسي ته معلومه ده چې يو، این، ايچ،سي، آر د افغانستان د نفوسو پنځه ویشت فیصده خلکو سره چې کډوال دي، بيرته خپلوسيمو ته په راګرځيدو کې مرسته کړي او سرپناوې يې ورته برابرې کړي خو سرپنا نه شي کولای د کډوالو ټولې ستونزې حل کړي. نړيوالې ټولنې او مرستندويه ادارو د پرمختيايي پروژو له لارې د کډوالو ضرورتونه پورې کولای شول خو دا زموږ غلطي وه چې دغسي نه دي شوي.))

ايجنسي فرانس پريس خبري اژانس په يو رپورټ کې وايي چې د افغانستان د وګړو څلورمه برخه له پاکستان او ايران څخه بيرته ورستانه شوي افغان کډوال دي چې ډير يې کورونه نه لري او په خرابو حالاتو کې ژوند کوي.

د يو اين ايچ سي آر د افغانستان د څانګې مشر پيټر نيوکلس ياد اژانس ته ويلي چې د دوی دا خيال وو که کډوالو ته بشري مرستې ورکړي نو واړه پرمختيايي کارونو به ورسره مخې ته راشي خو هغسې ونه شول. د هغه په وينا د دوی له خوا دغه سټريټيجي د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې تر ټوله لويه غلطي وه.

نادر فرهاد وايي چې په خپله سټرېټيژۍ کې به بدلون راولي او د افغان حکومت سره يو ځای په يو داسې پلان کار کوي چې د راتلونکې کال د اپريل په مياشت کې د افغان کډوالو په اړه په کيدونکي نړيوال کنفرنس کې به يې مرستندويه ادارو سره شريکوي.

((د افغانستان حکومت او يو، این، ايچ، سي، آر د بيرته راستنيدونکو کډوالو د اړتياوو د پوره کولو لپاره په سټريټيجي کې په بدلون راوستلو خبرې کړي. موږ دواړه به د کډوالو ټول ضرورتونه بيا ارزوو او په نړيوال کنفرنس کې به يې نړيوالې ټولنې ته وړاندې کوو. کډوالو سره بشري مرستې شوي دي خو دوی سره پرمختيايي کومکونه نه دي شوي مثلا د څښلو اوبو ولري، کلينيک ولري، ښوونځي ولري، سړک ولري. د دې ترڅنګ د دوی د نورو ضرورتونو د پوره کولو لپاره بايد له خيریه مرستو څخه علاوه نور کومکونه وشي. ))

په دې کنفرانس کې به پاکستان او ايران هم برخه لري چې ډير افغان کډوال پکې اوسيږي.

يو، این، ايچ، سي، ار وايي چې تيرو لسو کلونو کې افغانستان ته پنځه اعشاريه اوه (۵.۷) ميليونه افغان کډوال ستانه شوي. په دوی کې په ۲۰۱۱ کال کې له افغانستان څخه بهر اوسيدونکي، شپږ شپيته زره پنځه سوه (۶۶۵۰۰) هم شامل دي خو د ايجنسي فرانس پريس خبري اژانس په وينا درې ميلينه رجسټرډ افغانان اوس هم له افغانستانه بهر اوسيږي.
XS
SM
MD
LG