د لاسرسي ځای

تازه خبر

د څارونکو د ورتګ پر مهال په حمس کې د بشارالاسد ضد مظاهرې


د شام په حمس کې یو مظاهره چي پر پولیس د هغوی اوښلن ګېس بیرته غورځوي.۲۷ ډسمبر ۲۰۱۱
د شام په حمس کې یو مظاهره چي پر پولیس د هغوی اوښلن ګېس بیرته غورځوي.۲۷ ډسمبر ۲۰۱۱

په زرګونه شامي مظاهرچيان د هيواد په ناآرامه ښار حمس کې په داسي وخت کې د ولسمشر بشارالاسد په ضد کوڅو ته راووتل چي د عربي ټولني څارونکي د دې هيواد په سفر دي. دوی له عرب څارونکو غوښتنه کول چي د دوی ناوړه حالت ته پام وکړي. رويټرز خبري اژانس په دې اړه يو راپور ليکلی چي احمد شاه اعظمي يې تاسو ته اوروي.

د نهي په ورځ څه باندي اويا زره مظاهرچيان د حمس ښار مرکز ته را غونډ شول چيري چي د دوی په وينا امنيتي ځواکونو پر دوی ډزي وکړې او اوښکې بهېدونکۍ ګېس يې پر وغورځاوه.

د حکومت ضد فعالينو له وينا سره سم شامي پوځ هغه وخت له ښاره په ټېنکونو ايستلو پيل وکړی کله چي عرب څارونکي ښار ته په را رسېدو وه. د عربي ټولني څارونکي د ګل په ورځ شام ته د دې لپاره راغلي چي د نهو مياشتو راهيسي د روان ولسي پاڅون په غبرګون کې ولسمشر بشارالاسد د سولي د پلان د عملي کولو ژمنه تر کومه حده سر ته رسولې ده او د مظاهرچيانو په ضد يې پوځي عمليات تر کومي کچي درولي دي؟

له پلان سره سم څارونکي يو ځل بيا نن د شروع په ورځ د حمس دوره کوي چيري چي فعالينو له دوی غوښتنه کړې چي د ښار د ناامنه سيمي دوره دي وکړي. د فعالينو په وينا په تازه ورځو کې دلته ټېنکونه راغلل او يو شمېر کسان يې ووژل.

د نهي په ورځ د الجزيره ټېليويژن لخوا په خالديه ولسوالۍ کې په ژوندۍ بڼه په زرګونه مظاهرچيان وښودل شول چي نارې يې وهلې او سپين بېرغونه يې په لاسونو کې وو. دا هغه سيمه ده چيري چي به څارونکي وروسته ځي.

يو څارونکی کېمرې ته نخښه جوړه کړه او وې ويل، موږ ويره لرو که چيري څارونکي بيرته ولاړ شي نو پوځ به موږ ووژني او تر خاورو به مو لاندي کړي.

د نهو مياشتو تر مظاهرو وروسته د څارونکو دا سفر په دې هيواد کې لومړی نړيوال مداخلت دی او مظاهرچيان هيله لري چي کله څارونکي د سترګو ليدلی حال نړيوالي ټولني ته وښيي نو بيا به نړيوال طاقتونه د بشارالاسد په ضد کوټلي ګامونه پورته کړي.

بلخوا د شام حکومت وايي پوځ يې د ياغي ترهګرو پر ضد جنګيږي کوم چي د هيواد سرتيري وژني خو د نړۍ خبريالان دې هيواد ته نه پرېښودل کېږي چي حقيقت مالوم کړي.

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند مارک ټونر وايي، موږ داسي يو شمېر عکسونه تر لاسه کړي په کومو کې چي پر مظاهرچيانو د ټوپکونو او ټېنکونو ډزي کېږي، په لسګونو پکې وژل شوي او په زرګونه نيول شوي او تشد پرې شوی. نوموړی زياتوي، څارونکي بايد له ټولو مظاهرچيانو سره ليدو ته پرېښودل شي او دا د دوی ذمه واري ده چي د يو ظالم او قاتل رژيم څخه د شام بې ګناه وګړي وژغوري.

آخوا بيا د ملګرو ملتونو امنيتي شورا پر دې موضوع وېشل شوې ده. روس او چين د ملګرو ملتونو لخوا په بحث کې په شام کې د پوځي مداخلت مخالفت کوي.
XS
SM
MD
LG