د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: له سیلاو ځپلو سره مرستې پیل شوې


د پکتیکا مرکز ښرنه
د پکتیکا مرکز ښرنه
نقیب الله متونوال - خوست

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نړيوال خوراکي پروګرام يا (WFP) په مالي او د پکتيکا ولايت د بيړنيو پیښو پر وړاندې د مبارزې رياست په تخنيکي مرسته د دې ولايت په شپږ زره څلور سوه او يواويا سیلاب ځپلو او بې ځايه شويو کورنيو د خوارکي توکو د مرستو د وېش لړۍ د پکتيکا والي محب الله صمیم په مشرۍ د دې ولايت په مرکز ښرنه کې پیل شوه.

د پکتيکا والي محب الله صمیم د نړیوال خوراکي پروګرام څخه په مننې د پکتيکا ولايت د بيړنيو پيښو پر وړاندې د مبارزې رياست هغه هڅې وستایلې، چې د يادو خوراکي توکو په ترلاسه کولو کې یې ترسره کړيدي.

د پکتيکا والي دا هم وويل، چې پکتيکا يو پراخ سرحدي ولايت دی، تيرو وچکاليو د دې ولايت اوسیدونکي سخت ځپلي او له مرکزي دولت څخه د لا زياتو مرستو غوښتنه کوو.

د دې مرستو په اړه د پکتيکا ولايت د بیړنيو پیښو پر وړاندې د مبارزې رياست مشر عبدالهادي هادي وايي، چې هرې کورنۍ ته به ۱۵۰ کيلو غنم، ۱۸ کيلو دال او ۱۱ کيلو غوړي ورکړل شي.

د پکتیکا ولایت اوسیدونکي د یادو مرستو په ترلاسه کولو خوښي څرګندوي خو زياتوي، چې دوى بيوزلي او دا ډول نورو مرستو ته هم اړتيا لري؛ له دولت او نورو مرستندويه ادارو غوښتنه کوو، چې دې ويش ته دوام ورکړي.
بله خوا په خوست کې هم ١٢٠٠ کورنيو ته د مرستې ويش ورته لړۍ پيل شوي خو خلک بيا د ويش څخه نا راضا او وايي، چې مستحقو کسانو ته نه ورکول کيږي .

د دې مرستو د ويش د تنظیم مشر محمد قاسم وردک د خلکو ګیلې اوشکایتونه، نه منې او وایی، چې د ولایت دمرستيال او ځینو نورو ارګانونو سره په همغږی یی د یوې سروې له مخې په ولسوالیو او مرکز کې مستحق کسان مرستې اخیستو ته ورپیژندلې .

د يادونې ده ، چې د هيواد په ځينو نورو سيمو کې هم د ژمنيو مرستو ويش پيل شوى، چې ځينې خلک ورته خوشاله او ځينې بيا پکې له درغليو شکايت کوي.
XS
SM
MD
LG