د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې دالقاعده مشري تر ډېره له مینځه تللې


په پاکستان کې یوه کس د لاریون پر مهال د القاعده د وژل شوي مشر اسامه ین لادن تصویر اخیستی
په پاکستان کې یوه کس د لاریون پر مهال د القاعده د وژل شوي مشر اسامه ین لادن تصویر اخیستی
د ګارډين ورځپاڼې په يوه مقاله کې راغلي دي د برتانيیا چارواکې په دې عقيده لري چې په دوه زره دولسم کال کې به د يوې اخري کاروايي له لارې د پاکستان دننه د القاعده پاتې مشرتابه هم په بشپړه توګه ختم کړل شي خو په پاکستان کې تر ټولو خطرناک د حقاني ډلې طالبان دي ځکه چې دوی په افغانستان کې ناټو او امريکايې ځواکونو باندې بريدونه کوي.

په مقاله کې راغلي دي يو برتانوي چارواکې وايي د پاکستان دننه د ډرون بريدونو د لارې د القاعده يو شمېر مشران وژل شوي دي او يواځې ډير لږ ژوندي پاتې دي.

خو په شمالي افريقا کې د اسلامي سخت دريځو ډلو سرچينې وايي د القاعده لږ تر لږه دوه ستر غړي لا د وړاندې د ليبيا پلور راوان شويدي چې له وجې يې ويره څرګنديږي چې شمالي افريقا به په راروانو مياشتو کې د جګړې مرکز جوړ شي.

د سرچينو له مخې د افغانستان د کونړ ولايت څخه په القاعده پورې اړه لرونکې يوه افريقايي اورپکې ډله د افريقا په لور روانه شوېده.

مقاله لیکونکې يوه پوښتنه راپورته کوي چې د القاعده غړي د مغربي اشيا څخه شمالي افريقا ته منتقلېږي ايا دوي ځکه داسي کوي چې دغلته کې به زيات خوندي وي او که نه څه بله وجه ده؟ خو مقاله ليکونکی وايي داسې نه ده ځکه چې اوس خو ناټو ځواکونه هم له افغانستانه وځي.

خو دا هم کېدای شي چې د تره ګرو ډلې غواړي چې د عرب پاڅون له وجې راپورته شوو حالاتو نه ګته پورته کړي او داسې ښکاري چې القاعده خپل مرکز هم هغه هيوادونو ته يوسي چې د زياتره غړو خپل هېوادونه دي.

په مقاله کې وړاندې راغلي دي که څه هم د تېر وختونو په پرتله په پاکستان کې ډرون بريدونه کم شوي دي خو بيا هم د اسامه بن لادن د وژنو وروستو يوشمېر د القاعده غړي وژل شوي دي .

يوه چارواکې وايي که څه هم ډير لږ شمېر کې د القاعده غړي د پاکستان قبايلي سيمو ته د تربيو لپاره روان دي خو د نوموړي په خبره د دوی شمېره ډيره کمه ده او دغه رنګ لږې خطرې رامنځ ته کولای شي.

د برتانيیا او امريکا د استخباراتو چارواکو ګارډين ورځپاڼې ته ويلي دي چې په افغانستان کې د القاعده او يا د القاعده پورې اړه لرونکو اورپکو شمېره د سلو نه هم کمه ده او په دې کې ډير لږ هغه دي چې د برتانيیا يا نورو هېوادونو لپاره خطرې رامنځ ته کولای شي.

په مقاله کې د کارپوهانو له خولي ويل شوي په پاکستان کې تر ټولو خطرناک د حقاني ډلې طالبان دي ځکه چې دوی په افغانستان کې ناټو او امريکايې ځواکونو باندې بريدونه کوي. امريکا څو وارې پاکستان ته ويلي چې د حقاني ډلې پرضد عمليات وکړي خو پاکستان انکار کوي.

د غرب چارواکې وايي که څه هم د القاعده موجوده مشر ايمن الظواهري له مينځه وړل د د دوی ړومبی کار دی خو د دې ترڅنګ د القاعده نورو مشران ختمول هم دغه شان د اهميت وړ دي.په دې مشرانو کې سېف ال عادل دی چې د القاعده مرکزي چلونکی دی او کېدای شي پاکستان ته بيا ستون شوی وي ، همداراز دويم ليبيايې ابو يحيا ال لېبي دی چې په افغانستان کې له امريکايي قيدخانې څخه تښتيدلی وو.
XS
SM
MD
LG