د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبرکې هم کرسمس ولمانځل شو




فرهاد شينواری - خیبر ایجنسۍ

د پاکستان په قبایلي سیمه خیبر ایجنسۍ کې هم له عیسايي مذهب سره تعلق لرونکو لږکیو ( اقلیت) کرسمس ولمانځلو،د دوی په وینا په دې سیمه کې له تیرو سلو کالو راهیسې ژوند کوي،او په بیلا بیلو سرکاري ودانیواو شخصي ځایونو کې خدمتونه تر سره کوي.

دوی وايي چې په قبایلي سیمه خیبر کې یې ډیر ښه ژوند تیریږي،او خپل مذهبي رسومات په آزاده توګه کولای شي،او اوس یې د کرسمس رسومات هم ولمانځل،دا چې دوی په دې قبایلي ټولنه کې څه احساسوي او ځایي خلک له دوی سره څنګه سلوک کوی،په دې اړه په لنډی کوتل کې میشت یو عیسايي فنیاس سلطان وايي چې((په دې سیمه کې دوی ته څوک په سپک نظر نه ګوری،بلکه له دوی سره ډیر ښه چلند کوي،او دوی هرډول مذهبي رسومات په آذاده توګه کوي،ځايي قبایل له دوی سره تګ راتګ کوی،او ښه مراسم ورسره ساتي))

په دې سیمه کې دیره یو بل عیسايي ارشد مسیح وايي چې(( دا ځل د کرسمس په مهال دوی ته د خپلو محکمو څخه تنخواګانې هم په وخت ملاو شوې،او د خیبر پولیټیکل ایجنټ ورته د کورنۍ په سر دوه دوه زره روپۍ هم ورکړيدي))

د خیبر په لندي کوتل سیمه کې میشت یو بل عیسايي شکیل وايي چې(( د کرسمس په مهال یې په لواړګی چرچ کې د کرسمس ونه هم جوړه کړې ده او سهرې یې هم پري راځوړند کړېدي،او دوی په دې سیمه کې د پښتنو او قبایلو په شان کالي اچوي))

په دې سیمه کې میشت عیسویان وايي چې په خیبر ایجنسۍ کې د دوی شمیره خوا وشا پینځه لس سوه نفوسو ته رسیدلې ده،او په ټوله قبایلي سیمه کې د دوی شمیره خوا وشا لس زره نفوسه جوړیږي.

د ویلو وړه د چې د خیبر ایجنسۍ په باړه او تیرا کې یو شمیر سیکان او هندوان هم ژوند کوي،او د دوی په خبره په دې سیمه کې خپل مذهبي رسومات په آزاده توګه ترسره کوي.
XS
SM
MD
LG