د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ


نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د امریکا د پوځ پلټنو له مخې ، هغه احتیاطي تدابیر چې په پوله باندې د یوې ناوړې پیښی د مخنوي لپاره نیول کیږي په پاکستان باندې د ناټو د خونړي برید د مخنوي په برخه کې پاتې راغلل .

ورځپاڼه ددې یو سبب دا ښایی چې امریکایي چارواکي پرپاکستان باندې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ځاینو په اړه د معلوماتو د ورکولو ډاډ نه لري.

نیویارک ټایمز زیاتوي، دا په نږدې یوی لیسیزې کې په پوله باندې د هغه سیمستم پاتې رواوستلو ترټولو بده برخه ده چی په پوله باندې ددغه راز تیروتنو د مخنوي لپاره جوړ شوې وو.

لیکنه د امریکایی چارواکو په حواله وایي ، چې دوې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ځاینو په اړه پاکستان ته په دې ویرې معلومات نه ورکول چې د پاکستان عملیات له خطر سره مخ نه شي.

او دا هغه څه وو چې د مومندو د پیښی د رامنځ ته کیدو سبب شو او ددې پیښې پلټونکو وویل چی دا پیښه ددواړو لورو ترمنځ د بی باوری په نتیجه کې رامنځ ته شوه.

نیویارک ټایمز د پنتاګون د ویاند جان کیربي په حواله لیکي ، چی امریکا د مومندو په پښه کې د وژل شویو سرتیرو کورنیو ته د معاوضې په توګه د پيسو ورکولو ته چمتو وه ، خو په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ یو لوړ پوړي چاراکي تیره اوونې وویل دوې به د معاوضي د پیسو اخیستل رد کړي.

واشنګتن ټایمز ورځپاڼه بیا د امریکا د نوې پیړئ په لمړې لسیزې کې د سیپتمبر د میاشتې دوو وحشتناکو پیښو په اړه لیکنه کوي.

اوزیاتوي چې لومړې پیښه په نیویارک کې د سوداګرې په نړیوال مرکزباندې د اسامه بن لادن لخوا په۱۱ سیپتمبر باندې تروروستي برید وو چې نږدې درې زره کسان پکې ووژل شول، او سل اربه ډالره تاوان یی ورساوه ، او په دوام یی بیا امریکا په عراق او افغانستان کې جګړه پیله کړه.

واشنګتن ټایمز لیکي چې اووه کاله وروسته بیا په یوې بلې جلا پیښې کې چی د ۲۰۰۸ کال په ۱۴ سیپتمبر مخې ته راغله داوه چې د لیمن برادرز پانګونې ادارې د خپلی اقتصادي ماتې اعلان وکړی ، له دې سره د ونډو بازار وغورځېد او له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۰۸ پورې نېږدې نیمايي ارزښت یې وبایله؛ او له دې سره د امریکایانو د کورنو او تقاعد یا ریټایرمنټ په برخه کې اته سوه اربه ډالره لمنځه ولاړل.

که څه هم امریکایان به د سیپتمبر د ۱۱ او ۱۴ د پیښو په لاملونو موافق نه شي، خو یوه ورځ داسی کیدای شي چې دوې ومني چی څرنګه یی هیواد ددغه دواړو بدو پیښو نه روغ رمټ ووت.

واشنګتن ټایمز بیا لیکي، ډیره ساده خبره داده چې هیڅ یو هیواد او اساسي قانون دومره په همت سره دداسی حالاتو مقابله نه شي کولې لکه څرنګه چې امریکا وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG