د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر لانجو سر بېره هم کار کولو ته ژمن یو: ټونر


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر
پراګ - امریکا وايي، په اړیکو کې پر شته لانجو سر بېره هم له پاکستان سره اوس هم کار کولو ته ژمنه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر د جمعې په ورځ (د ډیسمبر ۲۳مه) خبریالانو ته وویل، واشنګټن او اسلا اباد د ترهګرۍ او سختدریځۍ پر ضد د مبارزې په څېر ننګونو سره مخامخ دي.

دی وايي، نو ډېره ضروري ده چې اړیکي ناکامېدو ته پرېنښودل شي.

د ده په وینا، امریکا غواړي چې په پوځي او سیاسي برخه کې، د ده په اصطلاح نورې نتیجه ورکوونکي نېږدي اړیکي وساتل شي.

مارک ټونر دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې پاکستان د نومبر په ۲۶مه په مومندو کې د شوي برید په اړه د امریکا پلټنې ردې کړې دي.

د ناټو په دې برید کې ۲۴ پاکستاني سر تېري وژل شوي ول.

د امریکا پلټنې دا برید د دواړو هیوادونو د غلط فهمۍ او بې باورۍ نتیجه بولي.

مارک ټونر د هغو تورونو په اړه په خپرو شویو رپورټونو له څه ویلو انکار کړی دی چې په کې تور پورې شوی چې د پاکستان پوځ، ولسي حکومت نسکورول غواړي.
XS
SM
MD
LG