د لاسرسي ځای

تازه خبر

چاپې رسنۍ ولې وده نه کوي؟


نقیب الله متونوال - خوست

په افغانستان کې د طالبانو د رژيم له نسكورېدو وروسته په دې هيواد کې د بيان د ازادى په راتلو د رسنيو په برخه کې ډير پرمختګ وشو خو چاپې رسنې دومره ونه ځليدې لکه راډيو او ټلويزيون.

په خوست کې هم د چاپي رسنيو بهير ګړندى شو، چاپوونکي او لوستونکي يې هم يوڅه زيات شول خو عمر يې لنډ او له څو ګڼو خپرېدو وروسته له نشر ېدو پاتې شوې.

نږدې ٨٠ کاله وړاندې په لومړي ځل له خوسته د غازي په نوم جريده خپره شوه، دا هغه مهال و چې غازي محمد نادر شاه د سقاو د زوى حبيب الله کلکاني پر وړاندې مبارزه پيل کړې وه.

دا چې د دغې مبارزې مهم سنګر يې جنوب ختيځ ولايتونه او په ځانګړي ډول خوست وو؛ نو محمد نادر شاه له همدې ځايه دغه جريده خپرول پيل كړل.

له ١٣١١ لمريز کال څخه د طالبانو تر واکمنۍ پورې دا بهير په ټپه ولاړ و، خو په ١٣٧٨ لمريز کال کې د خوست په نوم يوه حکومتي مجله چاپ شوه، چې تر اوسه هم وخت په وخت چاپيږي.

د طالبانو د رژيم له نسكورېدو وروسته په خوست کې د چاپي رسنيو بهير ګړندى شو، چاپوونکي او لوستونکي يې هم ورځ تر بلې زيات شول او د هېواد له نورو برخو څخه دغه ولايت ته چاپي خپرونې هم را زياتې شوې چې يو شمېر مينه وال يې هم لرل.

خو د افغانستان د ځينو نورو سيمو په څير په خوست کې هم چاپي رسنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي، له همدې امله يې عمر لنډ او له خپرېدو وروسته لږه موده دوام كولاى شي.

په خوست کې يو تن ليکوال او ژورنالست نجيب الله الوخېل وايي، چې په تېرو لسو کلونو کې په خوست كې له دېرشو زياتو چاپي رسنيو خپلې خپرونې پيل کړې، خو اوسمهال يې نږدې ټولې په ټپه ولاړې دي او د ګوتو په شمېر يې هم په منظم ډول نه چاپيږي.

نوموړى زياتوي، چې په خوست کې د چاپي رسنيو د ناکامېدو علتونه ډېر دي: ))په دغه ولايت كې ډېرى خلك نا لوستي دي، دا چې ډېر خلك په ليك او لوست نه پوهيږي، نو د چاپي رسنيو لوستونكي او مينه وال هم ډېر نه دي، همدا راز په د خوست لوستي خلك هم له مطالعې سره ډېره مينه نه لري، خو د پخوا په پرتله دغه کلتور وده كړه او ورځ تربلې د ښه كېدو په حال كې دى خو، په ورستۍ لسيزه کې انځوريزې او غږيزې رسنۍ يو څه ځليدلې او مرستندويان هم د خپلو موخو لپاره د انځوريزو او غږيزو رسنيو مالي ملاتړ کوي .((

الو خيل غوښتنه کوي، چې مرستندويان بايد د خپلو اهدافو پر ځاى د افغانستان د راتلونکي په خاطر له چاپي رسنيو سره هم مرسته وكړي ترڅو افغانان وكولاى شي چې د چاپي رسنيو په برخه کې هم لاسته راوړنې ولري.

ليکوال او ژورناليست الياس وحدت په دې باور دى، چې په خوست كې د چاپي رسنيو د نه بريا اونهيلۍ علت دا دى چې يو شمېر کسانو د دې لپاره د مجلو او نورو چاپي رسنيو خپرول پيل کړل چې مشهور شي او لږ تر لږه يې په دې ډګر کې نوم ثبت شي نه د خلكو د خدمت لپاره: ((ځينو کسانو وغوښتل چې له دې لارې پروژې (پيسې) لاسته راوړي، دوى چې تر كومه وخته له دې لارې مادي ګټې لرلې، تر هغه مهاله يې خپل كار ته دوام ور كړ، چې پيسې ور کول کيدې. زما په اند د چاپي رسنيو ارزښت يو شمېر کسانو دومره را ټيټ کړ،چې د ټولټاکنو په شپو او ورځو کې يې د انتخاباتي کمپاين لپاره يوه يا دوې ګڼې چاپ کړې، خو چې کله ټولټاکنې پاى ته ورسېدې، نه يې بيا چا مجله وليده او نه هم ورځپاڼه.((

دا مهال په خوست کې د ملي احساس په نوم ورځپاڼه خپريږي، دغه ورځپاڼه د نورو خبرونو اوليکنو تر څنګ تر ډېره ځايه د حکومت لاسته راوړنې منعکسوي او لګښت يې هم د ولايت مقام له خوا ورکول کېږي.

د نوموړې ورځپاڼې مسوول مدير روان نورزى وايي ،د دغې ورځپاڼې د پايښت پر وړاندې يوه ستونزه دا هم ده، چې دلته ډيرى خلک د نيوکې زغم نه لري، كه رسنۍ يې په اړه څه راواخلي نو حساسيت او غبرګون ښي او بل په خوست کې ليکوالان کم دي او هره ورځ دومره تازه او جالب موضوعات نه پيدا کيږي چې ورځپاڼه يې خپاره كړي او د سيمې خلك پرې قانع كړي.

ډيرى کارپوهان په دې باور دي چې که حکومت له مرستندويانو سره په همغږۍ د چاپي رسنيو د پياوړتيا لپاره نوې او مناسبه تګلاره جوړه کړي او د څه وخت لپاره يې وڅاري، نو کېداى شي چې په هېواد کې د مطالعې فرهنګ دود او چاپي رسنۍ پياوړې شي او د نورو هېوادونو په څېر اوږد عمر، ګټه او اغېز ولر
XS
SM
MD
LG