د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني نن په اسلام آباد کې پارلمان ته په خپله وینا کې وویل چې هغوی د ولس منتخیب استازي دي،او که دوی د ولس د حقونو خوندیتوب نشي کولای نو بیا په پارلمان کې ورته د کښېنستو هیڅ حق نشته.
وزیراعظم زیاته کړه چې د ولسي منتخیب حکومت د ختمولو لپاره بیلابېلې دسیې او سازشونه روان دي.” داسې سازشونه روان دي چې د منتخیب حکومت ټغر راونغاړي،موږ ته ولس رایه راکړېده او زموږ دنده د ولس خدمت دی که موږ دا کار نشو کولای نو بیا پکار ده چې نور په پارلمان کې پاتې نشو.موږ به د ولس د حقونو ساتنه هغه که په حکومت کې یو او یا هم له حکومته بهر یو هرومرو کوو.٬٬
هغه وویل په د سږ ۲۰۱۱م کال د مې په دویمه نېټه دالقاعده د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو وروسته چې کوم کمیشن جوړ کړل شوی وو هغه ته خپل کار سپارل شوی وو هغه کمېټۍ اوس په بله لار روانه ده.
”اسامه بن لادن له تېرو شپږو کلونو راهیسې څنګه زموږ په ملک کې اوسېدۍ، دا د همدغه کمیشن مقصد وو چې پته يې ولګوي.هغه ته چا په پاکستان کې د اوسېدو ویزه ورکړې وه.نن کمیشن له خلکو دا تپوسونو کوي چې تا ولې په سلګونه ویزې ورکړې دي.دې سره هغوی له خپل کار نه بل اړخ ته اوښتي دي.د پارلمان د شریکې غونډې او د کمیشن د جوړېدو مقصد دا وو چې د اسامه بن لادن پته ولګوي چې پاکستان ته څنګه راغلی وو. ”
وزیراعظم ګیلاني په جار وویل چې په ملک کې هره اداره حکومت ته جوابدې ده.” که یو ځانګړی کس دا سوچ کوي چې دی تر حکومتي کنټرول لاندې نه دی نو هغه تېروتی دی. زموږ پوځ او استخباراتي ادارو د ترهګرو خلاف په مېړانه جنګ کړی دی. موږ ددې جګړې لپاره ټول قام یو موټی کړی دی.ځکه چې هیڅوک په یوازې سر بری نشي موندلای. ”
یاده دې وي له تېرو څو ورځو راهیسې په رسنیو کې داسې خبرونه راځي چې ګنې د لانجمن لیک په اړه د حکومت او پوځ ترمینځ کړکېچ برقرار دی.