د لاسرسي ځای

تازه خبر

دترهګرۍ ضد جګړه کې مناس هوايي اډه ډېره مهمه ده


په کرغیزیستان کې د مناس هوايي اډې د لسم کالیزې د لمانځلو پرمهال امریکايي سرتېري پرېډ کوي.۲۱ ډسمبر ۲۰۱۱
په کرغیزیستان کې د مناس هوايي اډې د لسم کالیزې د لمانځلو پرمهال امریکايي سرتېري پرېډ کوي.۲۱ ډسمبر ۲۰۱۱
امريکا وايي چې په کرغيزستان کې د دوی هوايي ميدان په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ډير مهم رول لري.

د مناس هوايي اډې د لسمې کليزې د لمانځلو پر مهال په خبرو کې په کيرغيستان کې د امريکا سفيرې پاميلا سپراټلين وويل چې د دې ميدان له وجې د کيرغيزستان اقتصاد ته په تيرو لسو کلونو کې يو اعشاريه څلور بيلينه ډالرو ګټه رسېدلې ده.

له تېرېر یوې لسیزې راهیسې د دې هوايي اډې له لارې څه نا څه دوه میلیون عسکر افغانستان ته تللي او وتلي دي.او همدا اډه په افغانستان کې د عملياتو پر مهال په جنګي الوتکو کې د تيل اچولو لپاره کارول کېږي.

د امريکا او کيرغيزستان ترمنځ د دې ميدان د استعمالولو تړون تر ۲۰۱۴ کاله پورې دی چې د کيرغيزي ولسمشر الماس بیک اتمبايوف په وينا کيدای شي تر دغه مودې وروسته اوږد نه شي.
XS
SM
MD
LG