د لاسرسي ځای

تازه خبر

"طالبان مو دښمنان نه دي "


د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن
د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن


فارن افیرز مجلې د پاکستان او امریکې د اړیکو د خرابوالي پروژې او ددغه اړیکو په ښه کولو کې د لویدیځ د رول په اړه یوه لیکنه کړې.

واشنګتن ټایمز ورځپاڼې بیا د طالبانو په وړاندې د امریکا پردریځ تبصره کړېده.


د پاکستان په سرحدي پوسته د ناټو د تیرې میاشتې د برید په اړه چې د پاکستان له سخت غبرګون سره یې مخ شو، لویدیځ لا تراوسه نه دی توانیدلی چی د حل یو لار ورته ومومي.

فارن افیرز مجله کې لیکوال ستیفن ډي کراسیر د پیښې په اړه د اسلام د غوسې د قابومندولو په اړه لیکي، که د پاکستان په سرحدي پوستې دا برید قصدي وي یا تیروتنه ، خو په اړه یی د پاکستان غبرګون ددې هیواد په اړه د امریکا د ناکامې پالیسۍ یو ثبوت دې.

لیکوال زیاتوي ، چې دی په دې باوري نه دی چې په دې برخه کې د پاکستان نه همکاري به د حکومت د کمزورتیا له امله وي، ددې خبری یو لامل دا دی چی د پاکستان ملکي او پوځي مشرتابه دواړه غواړي چې له امریکا سره ملګرتیا ولري.خو د هیواد سخت دریځې اسلام پاله ډلې یې د ملګرتیا دوام ته نه پریږدي.

د فارن افیرز د لیکوال په باوریوازینۍ لار چی امریکا له پاکستان څخه خپلی غوښتنی ترلاسه کولای شي داده چی د پاکستان لخوا د امریکا د غوښتنو د نه منلو په صورت کې هغه هیواد ته کلک او باوري ګواښ وکړي. اویوازې هغه وخت دې پاکستان ته مکافات ورکړي چی پاکستان په عمل کې مرسته وکړي.

د فارن افیرز لیکوال خپله لیکنه په دې خلاصه کوي چې،واشنګتن باید دا ویره له ځان لرې کړې چی په پاکستان د مرستو بندېدل به د حکومت د راپرځیدو سبب شي ، او په نتیجه کې به تند لاري اسلامپاله په پاکستان کې واک ترلاسه کړي او ددې هیواد اتومې وسلې به ترکنټرول لاندې راولي.

یوه بله نړیواله ورځپاڼه واشنګتن ټایمز بیا د امریکا د مرستیال ولسمشر جو بایډن په هغه خبرو تبصره کړې چې ویلي یی وو، طالبان د امریکا د ښمنان نه دي.

ورځپاڼه پوښتنه کوي چې که د مرستیال ولسمشر په خبره طالبان په ریښتیا هم د امریکا دښمنان نه دي نو بیا ولی یی وژني؟او دا دومره جګړی د څه لپاره؟

د سپینې ماڼې ویاند جې کارني بیا د بایډن د خبرو په سپیناوي کې ويلي،امریکا افغانستان ته د القاعده د ټکولو او ددې هیواد د باثباته کولو لپاره ورغلې.

د واشنګتن پوست لیکوال بیا وایی، که څه هم ښاغلې بایډن طالبان د امریکا دښمنان نه بولي ، خو طالبانو بیا امریکا خپله دښمنه ګنلې ده. او دا لس کلنه جګړه د همدې خبرې پخلې کوي.

د واشنګتن ټایمز ورځپاڼې په باور، دابه ډيره بې مانا وي چی واشنګتن دی په داسی دښمن بمونه ، راکټونه او نورې مرګونې وسلې وکاروي چې هغه خپل جدي دښمن نه ګڼي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG