د لاسرسي ځای

تازه خبر

"یوازي جمهوريت بل هيڅ نه"


د پاکستان په اسلام آباد کې د ولسمشر ماڼۍ مخې ته لویه لار پولیسو د مظاهره چیانو پر مخ تړلې.۸ ډسمبر ۲۰۱۱م کال
د پاکستان په اسلام آباد کې د ولسمشر ماڼۍ مخې ته لویه لار پولیسو د مظاهره چیانو پر مخ تړلې.۸ ډسمبر ۲۰۱۱م کال

د پاکستان په انګريزي ورځپاڼه دي ايکپريس ټربيون کې ليکوال رسول بخش رییس ؛ یوازي جمهوريت بل هيڅ نه؛ تر عنوان لاندي په خپله مقاله کې ليکې، جمهوريت یوازينی لار ده چې پاکستان مستحکم کولای شي او په دې هيواد کې دننه او په سيمه کې امن راوستلای شي.

دي ايکسپريس ټربيون ليکوال رسول بخش ریيس وايې په دې هيواد کې جمهوريت هغسي نه دی لکه په نورو پر مختللو او بالغه نظام لرونکو هيوادونو کې چې دی.

ليکوال ددې وجه د پاکستان د ادارو یعني پوځ ، ولسي حکومت، سياسي انتظاميه اوعدليه په مينځ کې د متوازن تعلق نشتوالی يادوي.

دده يه وينا ددې تر څنګ اقتصادي حالت خراب دي ، د جلسو له لارې سياسي هلي ځلې روانې دي او ورسره د پوځ له خوا دمداخلې ګنګوسی هم خورې دې نو د ليکوال په خبره دا هرڅه د هيواد د جمهوري مستقبل لپاره ښه نه دي.

رسول بخش رييس پر مخ ليکې دده په فکر جمهوريت يوازينۍ لار ده چې پاکستان مستحکم کولای شي او هم له دې لارې په هيواد کې دننه او په سيمه کې سوله ترلاسه کیدلای شي.

ليکوال وايي پر اوسني حکومت دده په ګډون ځيني نور خلک تنقيد کوي او دا د هر چا حق هم دی خو دده په وينا بايد دا هم ياد وساتل شي چې پر جمهوري حکومت د ځانګړی تنقيد کولو مانا د جمهوريت وژل نه بلکه د هغه روح نور تازه کول دي.

له دې وروسته ليکوال وايي چې په اوسني حکومت کې چې هر څومره خامياني لیدل کېږي خو بيا هم په غير آیينی طريقه له مينځه وړل اجتماعي ګټو ته تاوان رسوي.

په پای کې دي ايکسپريس ټربيون د مقالې ليکونکی رسول بخش رییس ليکي راځۍ هغه ماضي ياده کړو چې غير سیاسي قوتونو جمهوريت ، عدالتونو، د قانون حکمراني او ملي پيوستون ته تاوان رسولۍ وو. دده په وينا هم دغو قوتونو پاکستا نيانو ته کمزورې او ماتې ټولنه، پر ساز باز ولاړ سياسي نظام او يو غیر فعاله رياست ورکړی دی.
XS
SM
MD
LG