د لاسرسي ځای

تازه خبر

دلیپ کمار د پښتونخوا حکومت ستاینه او مننه وکړه


خالدخان - پېښور

د هندي فلمي صنعت وتلی ستوری دلیپ کمار ( یوسف خان ) د خیبر پښتونخوا حکومت د هغه پرېکړې هرکلی او ستاینه کړې چې په پېښور کې د راجکپور او دلیپ کمار کورونه به قامي ورثه ګرځول کېږي.

په خپل پیغام کې دلیپ کمار ویلي دي چې د خداد محلې په دغه کور کې هغه خاړپوڅې او ماشوموالی تېر کړی دی او نن هم ددغه کور یادونه یې په زړه پاته دي.او په رسنو کې د هغه د کور په اړه خبرونو یې بیا د خپل کور د وړوکتوب یادونه ور تازه کړي دي.

د پښتونخوا صوبې د کلتور ډایرېکتر پروېز خان ددغه خبرې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د ټولې میډيا او په خصوصي توګه د مشال ریډیو له برکته د پښتونخوا حکومت هغه خبر چې د دلیپ کمار او راجکپور کورونه به قامي ورثه ګرځوي دومره زیات خپور شو چې خپله اوس دلیپ کمار هم یوه پاڼه پيغام راستولی دی او پکې یې د خپل پخواني کور جوړښت په ډاګه کړی چې څه ډول جوړ وو او د خپل وړوکوالي کیسې یې پکې لیکلې دي.هغه د صوبايي حکومت یې ډېره ستاینه او مننه کړېده.چې دوی یو ډېر ښه ګام اوچت کړی دی.

د پېښور د ډکي منورشاه محلې په لرغونې کوڅه کې د پخواني هندي فلمي ستوري راج کپور هوېلۍ ده او د لیپ کمار د تره کور چې یوسف خان پکې ماشوموالی تېر کړی وو په خداد محله کې له مودو راهیسې شاړ پروت دی.

دخداد محلې د اوسېدونکو په وینا دلیپ کمار په وروستي ځل دغه کور ته راغلی وو چې اوس د هغوی د یوه نوکر لخوا ساتل کېږي.

د خداد محلې یو سپین ږیرۍ ددې کور په اړه ويي چې درې کوټې او تېخانه لري.یو وړوکی غولۍ لري.دلیپ کمار دلته راغلی وو چې ورسره د هغه مېرمن سایره بانو هم وه.او دلته په خداد محله کې هغه سکول ته هم ولاړ چې هغه پکې په ماشوموالي زدکړې کړې وې. له دې کور سره څنګ ته یو دوی یو بل کور هم لرلو چې دلیپ کمار پکې زوکړی وو خو په دغه کور کې هغه اوسېدلی وو.دا د هغه د تره یعقوب خان کور دی.
XS
SM
MD
LG