د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نېمروز کې غبرګ ځانمرګي تر برید مخکې ووژل شول



سید شاه سقیم - کندهار

د افغانستان د نيمروز ولايت دولتي چارواکي وايي چې په يو موټر سايکل دوه تنه سپاره ځانمرګي چې غوښتل يې په کورنيو او بهرنيو سرتېرو بريدونه وکړي نن سهار د دغه ولايت په دلارام ولسوالۍ کې هدف ته تر رسېدو مخکې چاودېدلي دي .

د نيمروز امنيه قومندان عبدالجبار پردلي مشال راډيو ته وويل چې پوليسو پر موټر سايکل سپاره ځانمرګي پېژندلي وو او د وړاندې تلو مخه يې نيولې وه.

دى وايي په بريد کې يوازې دواړه ځانمرګي وژل شوي او بل چا ته پکې ځاني زيان نه دى اوښتى .

((دوه تنه ځانرګي بريد کوونکي چې په يو موټر سايکل سپاره وو غوښتل يې ښار ته ننوزي خو د دلارام ولسوالۍ په محمد شريف څلورلارې کې پوليسو پېژندلي او مخه نيولې ده چې وروسته بيا دواړه چاودېدلي دي ، په پېښه کې يوازي ځانمرګي وژل شوي او بل چا ته پکې زيان نه دى اوښتى ))

پردلي وايي کېداى شي ځانمرګيو بريد کوونکيو غوښتل په سيمه کې په بهرنيو او يا کورنيو سرتېرو برید وکړي.

د ده په خبر د لومړنيو پلټنو په اساس ورته مالومه شوې ده چې وژل شوي دواړه ځانمرګي پاکستانيان دي او له هغه هېواده راغلي دي .

تر اوسه پورې د دولت کومې مخالفې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

د نيمروز ولايت دلارام يوه له ناارامو ولسواليو څخه ده چې وخته نا وخته ورڅخه د ناامينو د پېښو راپورونه راځي .
XS
SM
MD
LG