د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د بلوچستان خبریالان خوندي نه دي'


د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر اسلم بوتاني (کیڼ) او د سیفما عمومي سیکرتر امتیاز عالم
د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر اسلم بوتاني (کیڼ) او د سیفما عمومي سیکرتر امتیاز عالم
خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه
- د رسنیو نړیوال سازمانونه وايي په پاکستان کي په ۲۰۱۱ میلادي کال کې شاوخوا ۱۶ خبریالان وژل شوي، د بلوچستان صوبې د خبر یالانو اتحاديه (یا بي يو جې) وايي ۱۰ يې له بلوچستان صوبې څخه دي.

د ساوت ایشیا فري میډیا ایسوسي ایشن یا سیفما تر سیوري لاندې
د کوټې په مطبوعاتي کلب کي يو ورځنی سیمینار وشو، چې په کې له ټول بلوچستان څخه رسنوالو ګډون وکړ.

د انګلیسي ژبي پاکستان ټوډې خبریال شهزاده ذوالفقار ادعا کوي بلوچستان د خبریالانو لپاره په پاکستان خطرناکه صوبه ده.

د ده په خبره تر اوسه په دې صوبه کي ۲۰ خبریالان وژل شوي دي.

سره له دې چې په بلوچستان صوبه کې د رسنيو لپاره حالات ښه نه دي، نو د رسنیو سازمانونه په دې لړ کي څه کولای شي، دا مي د سیفما له جنرل سیکرتر امتیاز عالم څخه وپوښتل.

امتیاز عالم يې په ځواب کې وویل:

موږ به د ټولو لپاره اواز پورته کوو، موږ په دې سیمینار کې ټولو ته وویل چې هر خبریال ته کومې ستونځې ورپېښې وي، له موږ سره دې شریکي کړي. د دوي لپاره به موږ په نړیواله سطح اواز پورته کوو. په همدې به موږ له سیاسي ګوندونو، له حکومت او د هغوي له ادارو سره خبرې کوو چې خبریالانو ته دې تحفظ ورکړل شي.))

د سیفما تر سیوري لاندې په سیمینار کې د بلوچستان د حکومت له خوا د بلوچستان د اسمبلۍ سپيکر اسلم بوتاني ګډون وکړ، تر سیمینار وروسته له مشال سره په خبرو کي بوتاني وويل حکومت تر خپله وسه کوښښ کوي چې هر خبریال ته تحفظ ورکړي.

اسلم بوتاني مشال ته وویل:

((یقیناً زه به له اعلا وزیر نواب اسلم ریيساني سره هم خبري کوم او له متعلقه ادارو سره هم چې د دې صوبې خبریالانو ته دې تحفظ ورکړل شي. هغه که د حکومت له خوا وي یا زموږ مزاحمت کوونکي وروڼه وي.))

د خبریالانو په دې سیمینار کې له حکومته غوښتنه وشوه چې په بلوچستان کې د وژل شويو خبریالانو د وژلو دي تحقیقات وشي او د دوی قاتلینو ته دې سزا ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG