د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې ته د یو خبریال سفر


د پاکستانیو طالبانو یو کمندان ملا دادالله
د پاکستانیو طالبانو یو کمندان ملا دادالله

خبري اژانس ً ایسوشي ټیډ پریس ً په یوه رپوټ کې د خپل خبریال اشتیاق محسود د یوه سفر حال خپور کړی دی چې له پاکستانیو طالبانو سره یې په هغه سیمه کې تر سره کړی دی چې په فرضي توګه د پاکستاني پوځ په واک کې ده. خبریال ویلي چې د پنځلس ګنټو د سفر په ترڅ کې دی له وسله والو طالبانو سره له سړکونو او کلو څخه لرې ډېر په اسانه له پاکستانیو عسکرو څخه پټ تېر شوی وو.

وسله والو طالبانو له خپل مشر حکیم الله محسود سره د مرکې لپاره درې پاکستانیو ژورنالسټانو ته بلنه ورکړې وه . دا په داسې حال کې ده چې په پاکستانیو طالبانو کې د اختلاف او بېلتون خبرې مخې ته راغلي دي.

د خبري اژانس ً ایسوشي ټیډ پریس ً خبریال ، عکاس او ویډیو جوړونکی اشتیاق محسود له پاکستانیو وسله والو طالبانو سره د افغانستان پولې ته نژدې شپږ ورځې تېرې کړې دي.

خو حکیم الله محسود له دې ژورنالسټانو سره د هغوی په خبره له دې کبله نه دي لیدلي چې د افغان طالبانو یو پلاوی له ده سره د لیدو لپاره وراغلی وو.

رپوټ لیکي چې د دې سفر پیل د شمالي وزیرستان له مرکز میران شاه څخه پیل شو چیري د امریکا په غوښتنه سربېره پاکستان لا هم عملیات نه دي کړي.

خبریال وايي چې د دې سیمې په کوڅو کې د نورو هیوادونو او د پاکستان د نورو سیمو سخت دریځي هم لیدل کېدل.

دی وايي چې موږ بیا جنوبي پولې ته ولاړو او د څلورو وسله والو طالبانو په ملګرتیا کې مو پر پښو خپل سفر پیل کړ. یو وخت په جنوبي وزیرستان کې شاوخوا پنځه لکه خلکو ژوند کاوی خو د هغه په خبره اوس یې ښارګوټي او کلي زیاتره خالي دي.

دا ځکه چې په ۲۰۰۹م کال کې پاکستان دې خلکو ته ویلي وو چې د پراخو پوځي عملیاتو په خاطر دي له سیمې څخه ووځي. پوځ وايي چې دوی دغه سیمه پاکه کړې ده خو زیاتره ځايي خلک بیرته خپلې سیمې ته نه دي ستانه شوي. هغوی د پوځ په دې بیانونو باور نه کوي چې ګواکې د دوی وطن اوس خوندي دی.

خبریال زیاتوي چې د یوه خالي کړل شوي کلي د یوه وران کور په یوه کوټه کې درې تنه اوسېدل. هغوی ویلي چې دوی ځکه ونه وتل چې یو خو یې پیسې نه درلودې او بل له دوی څخه دوه پیداشي په سترګو ړانده دي.

خبریال وايي چې دې کسانو ته یوه خیرنه پیزۍ او یو تور لوغړن دېګ پروت وو. له دې کسانو څخه دېرش کلن مافق خبریال ته ویلي چې طالبان دوی ته د میاشتې پر سر خوراک ورکوي او کله پخ شوي خواړه.

خبریال پر مخ لیکي چې یوازې پر خاس سړکونو د پاکستاني پوځ پوستې وې له کوم څخه چې په اسانه تېرېدل ممکن وو.

دی د طالبانو د عملیاتو د کومندان شمیم محسود له خولې لیکي چې د پاکستان پوځ یوازې تر سړکونو محدود دی. او شاوخوا ټولې سیمې د وسله والو طالبانو په واک کې دي.

خبریال بیا یوه داسې ځای ته بیول شوی له کوم ځای څخه چې پر سړک تېرېدونکو عسکرو باندې بریدونه ترسره کېدل. دی وايي چې هلته شاوخوا دېرش جنګیالي وو چې په راکټ لانچرو او نورو درنو وسلو سمبال وو.

دی وايي چې شمیم محسود په دربین کې پر یوه نژدې غونډۍ داسې وسله راوښودله چې د هغه په خبره د الوتکو د راغورزولو ټوپک وو چې له وسله والو طالبانو سره وو.

خبریال زیاتو چې کله موږ په خبرو اخته وو نو پوځ د دې موچې پر لور د توپ ډزې وکړې چې یو توغندی پنځوس میټره لرې پرېواتی.

دی وايي چې موږ بیرته تر شمال پورې پر پښو راغلو او لاره مو بدله کړه. دی وايي چې یوه وسله وال د څو کورونو پر لور ګوته ونیوه او ویل یې چې دلته د ترکمانستان وسله وال اوسېدل. د هغه په خبره د بهرنیو هیوادونو وسله والود سیمې په بېلا بېلو برخو کې اوسېدل.

خبریال لیکي چې د پاکستان پوځ څو ځله ژورنالسټان جنوبي وزیرستان ته د دې لپاره بیولي دي چې خپلې لاس ته راوړنې ورته په ګوته کړي. خو د خبریال په خبره پر هغه څه چې دوی ولیدل د پاکستاني پوځ چارواکي د څه ویلو لپاره حاظر نه شو.

خبریال د طالب کومندان شمیم محسود له خولې زیاتوي چې اورپکي زیاتره وخت د بې پیلوټه الوتکو له برید څخه د ځان ژغورولو په خاطر خپل روزنیز مرکزونه له یوه ځای څخه بل ځای ته وړي.

خبریال وايي چې د دې سفر پر مهال په یوه ځای کې اورپکو دوی ته هغه تازه بهرتي شوي ځوانان ورښودلي چې د هغوي په خبره د غرونو په منځ کې په یوه وران کلي کې د ځانمرګو بریدونو لپاره روزل کېدل.

د خبریال په خبره دې ځوانانو چې مخونه یې پټ کړي وو په یوه خوله وویل چې دوی به بې له زړه نا زړه کېدو د خپلو کومندانانو په امر جګړې ته ور ودانګي.
XS
SM
MD
LG