د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او امریکا کړکېچن تعلقات


د امریکا د بهرنو چارو وزیره هیلري کلنټن او د پاکستان د بهرنو چارو وزیره حنا رباني کر د روان کال پر ۲۱ اکتوبر په اسلام آباد کې
د امریکا د بهرنو چارو وزیره هیلري کلنټن او د پاکستان د بهرنو چارو وزیره حنا رباني کر د روان کال پر ۲۱ اکتوبر په اسلام آباد کې


د نومبر پر ۲۶ مه د نيټو په هوايي بمبار کې د۲۴ پاکستانیو عسکرو د وژني وروسته د پاکستان او امريکا اړيکي اوس داسي مقام ته رسيدلي چي پاکستان د شاوخوا لس کالو ملګرتيا ته له سره کتنه کوي.

په اسلام آباد کي د پاکستان د سفيرانو دوه ورځنۍ غونډه کي سپارښتنه شوې چې پاکستان دې له نيټو او امريکا سره د سامان پر سپلايي او نورو اړوندو چارو له سره خبري اتري وکړي.

د پاکستان چارواکي وايې ددې هيواد او امريکا تر مینځ د ترهګری پر ضد جګړه کي ټولي ژمنې او تړونونه زباني وو چې اوس ليکنې بڼې ته اړتيا لري. د دواړو هيوادونو دا ډول اړيکو ځينې پوښتنې زيږوي . د نن د مشال تر رڼا لاندي بحث کې هم ددې پوښتنو ځواب لټوو. په پېښور کي خبريال اقبال خټک او هم په پيښور کي د پاکستان پخوانی ډپلوماټ آياز وزير مو د بحث ميلمانه دي.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:33 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG